په ارزګان کې طالب چارواکی وایی، چې ددغه ولایت په دهراوود ولسوالۍ کې د ګاز ډبې چاودنې له امله اور لګیدلی چې له امله یې لس دوکانونه سوځیدلی او درې میلیونه افغانۍ زیان یې اړولی دی. په ارزګان کې د طالبانو د اطلاعات او فرهنک رییس ملا محمد اصف وایی، پیښه تیره ورځ (جمعه، ۲۳ […]
په ارزګان کې طالب چارواکی وایی، چې ددغه ولایت په دهراوود ولسوالۍ کې د ګاز ډبې چاودنې له امله اور لګیدلی چې له امله یې لس دوکانونه سوځیدلی او درې میلیونه افغانۍ زیان یې اړولی دی.
په ارزګان کې د طالبانو د اطلاعات او فرهنک رییس ملا محمد اصف وایی، پیښه تیره ورځ (جمعه، ۲۳ د ثور) ماپښین ۳ بجې د ولسوالۍ په بازار کې د ګاز ډبې د چاودنی وروسته رامنځته شوې چې پرمهال یې د ملکی خلکو لس دوکانونو اور اخیستی او ۳ میلیونه افغانۍ زیان ورته اوښتی دی.
نوموړی وایی، په اور لګیدنه کې درې دوکانونه په بشپړ ډول سوځیدلی دی.
محمد اصف وایی، چې په اورلګېدنه کې چا ته ځانی زیان نه دی اوښتی، خو په خبره یې چې زیانمنو سره به مالی مرستې وکړی.
نوموړی وویل:«دارزګان ولایت په دهراوود ولسوالۍ کې دغه اور د یوې ګاز ډبې چاودنی له امله تیره ورځ شاخوا ۳ بجې رامنځته شوی لس دوکانونو سوځیدلی ۳ دوکانونه یې په بشپړ ډول له منځه تللی او شاخوا ۳ میلیونه افغانۍ زیان ملکی خلکو ته رسیدلی دی.»
تردی مخکی بیا په ترینکوټ ښار کې په یوه دوکان اور لګیدلی و چې له امله یې تر یو میلیون افغانیو پوری زیان ملکی کسانو ته رسیدلی وو.