ارزګان کې بی کیفیته کرنیز او حیوانی درمل وسوځول شول
ارزګان کې بی کیفیته کرنیز او حیوانی درمل وسوځول شول

په ارزګان ولایت کې تازه طالبانو هڅې پیل کړی، ترڅو په کرنه او مالدارۍ برخه کې شته ستونزې حل او دغو برخو ته پرمختګ ورکړی. دارزګان د طالبانو د کرنې او مالدارۍ ریاست یو مسوول عبدالرشید وایی د کرنې او مالدارۍ برخې درمل پلورنځیو څخه یې له تیرو څو ورځو کمپینونو پرمهال ۸۵ قلمه چې […]

په ارزګان ولایت کې تازه طالبانو هڅې پیل کړی، ترڅو په کرنه او مالدارۍ برخه کې شته ستونزې حل او دغو برخو ته پرمختګ ورکړی.

دارزګان د طالبانو د کرنې او مالدارۍ ریاست یو مسوول عبدالرشید وایی د کرنې او مالدارۍ برخې درمل پلورنځیو څخه یې له تیرو څو ورځو کمپینونو پرمهال ۸۵ قلمه چې ۲۱ قلمه کرنیز، ۵۸ قلمه د مالدارۍ او پاته یې کرنیز تخمونه دی راټول کړی.

هغه وایی په ارزګان کې د کرنې په برخه کې لویه ستونزه د بی کیفیته درملو استعمال وو.

نوموړی وایی: «دغه درمل چې شمیر یې ۸۵ قلمونو ته رسیږی ۲۱ قلمه یې د کرنې ۵۸ قلمه یې حیوانی او پاته ۷ قلمه یې کرنیز تخمونه دی موږ راټول کړل او د سوځولو چارې یې ترسره کوو ټول هټۍوال باید د کرنې او مالدارۍ برخه کې بی کیفیته توکی ښار ته رانتقال نه کړی.»

په ورته وخت کې هغه خلک چې په ترینکوټ کې په کرنه او مالدارۍ بوخت دی په ښار کې د کرنې او مالدارۍ برخه کې خودسره درملو پلورولو اندیښمن کړی دی او نیوکه کوی چې مسوولینو په دی برخه کې جدی ګام ندی پورته کړی.

یو تن کروندګر عبدالجبار رسنیو سره په خبرو کې وویل چې دولت دې هغو کسانو ته سخته سزا ورکړی چې په ښار کې تاریخ تېره درمل او یاهم نور توکی پلوری.

د طالبانو د کرنې ریاست یوبل مسوول مولوی حسن وایی خلکو ته په کار ده چې د مسلکی کسانو سره د مشورې وروسته، حېوانی او کرنیز درمل وکاروی.

ارزګان کې تردی مخکی یو شمیر خلکو شکایت کاوه چې په درملتونونو کې هم دغیرې مسلکی کسانو لخوا درمل پلورل کیږی.