ارزګان کې بې‌وزلو د (WFP) موسسې مرسته چور کړې
ارزګان کې بې‌وزلو د (WFP) موسسې مرسته چور کړې

ارزګان کې بې‌وزلو د (WFP) موسسې مرسته چور کړې ارزګان کې خلک وایی، د دې ولایت په مرکز ترینکوټ کې تیره ورځ یو شمېر بیوزلو د (WFP) مواد چور کړی دی. د سیمې یوه اوسیدونکی چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شی، نن (چهارشنبه، د کب ۱۱) نېټه اطلاعات روز ته وویل چې تیره […]

ارزګان کې بې‌وزلو د (WFP) موسسې مرسته چور کړې

ارزګان کې خلک وایی، د دې ولایت په مرکز ترینکوټ کې تیره ورځ یو شمېر بیوزلو د (WFP) مواد چور کړی دی.

د سیمې یوه اوسیدونکی چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شی، نن (چهارشنبه، د کب ۱۱) نېټه اطلاعات روز ته وویل چې تیره ورځ د ترینکوټ «مهربات» سیمه کې بیوزلو خلکو په یوه خوله د WFP موسسې خوراکی مواد چې د ANCC موسسې له خوا د ارزګان چنارتو ولسوالۍ ته انتقالیدل چور کړی او له ځان سره یې وړی دی.

هغه وایی، د سیمې خلک چې زیات بیوزله دی اړ شول ترڅو د یادې موسسې خوراکی توکی چور کړی.

د سیمې یوه بل اوسیدونکی حبیب الله بیا پر موسساتو نیوکه کوی او زیاتوی چې مرستندویه ارګانونه د مرستو په وېش کې فساد کوی او اړمنو کسانو ته مرستې نه ورکوی.

هغه وایی، د دې سیمو خلکو ته له ډېره وخته مرسته نه ده رسیدلې چې دا مهال د زیات فقر او غربت سره مخ دی.

هغه وویل: «کله چې مرستې کیږی، دغه مرستندویه ارګانونه یې پر خپلو خپلوانو ویشی اړمنو کسانو ته مرستې نه ورکوی، خلک زیات وږی دی. د دغې سیمې خلکو ته له ډیره وخته مرستې نه دی رسیدلی.»

دا چې د خلکو لخوا په څومره اندازه مواد د سیمې خلکو چور کړی، تراوسه یې معلومات نه دی ترلاسه شوی خو د سیمې د خلکو په خبره چې یو غټ موټر خوراکی مواد ول.

رسنیو هڅه وکړه چې د WFP مسوولینو او د ارزګان د طالبانو د چارواکو نظر هم راواخلی خو هغوی په دې اړه زموږ پوښتنو ته هیڅ ځواب رانه کړ.

په ارزګان کې تل پر موسساتو نیوکې وی چې اړمنو خلکو ته د مرستې پر ځای د مرستندویه ارګانونو کارکوونکی خپلو خپلوانو ته مرستې ویشی.

په ارزګان کې د طالبانو د موسسساتو یوه مشر مولوی حسن تر دې مخکې په څو ځله ډاډ څرګند کړی دی چې د غیر دولتی موسساتو مرستې پر اړمنو خلکو په شفاف ډول ویشل کیږی.

واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته خلک له سخت فقر او غربت سره مخ دی او د بیلابیلو لارو هڅه کوی ترڅو د ځان لپاره یوه ګوله ډوډۍ ترلاسه کړی.