ارزګان کې د سیلابونو له امله یو شمېر لارې تړل شوی
ارزګان کې د سیلابونو له امله یو شمېر لارې تړل شوی

ارزګان کې د طالبانو سیمه‌ییز چارواکی وایی چې په دغه ولایت کې د سېلابونو له امله له یو شمېر ولسوالیو څخه مرکز ته غځېدلې لارې تړل شوې دی. په ارزګان کې د طالبانو مرستیال والی «حاجی مزمل» نن چهارشنبه د زمری په ١٢مه ویلی چې د دغه ولایت د ګیزاب په شمول د یو شمېر […]

ارزګان کې د طالبانو سیمه‌ییز چارواکی وایی چې په دغه ولایت کې د سېلابونو له امله له یو شمېر ولسوالیو څخه مرکز ته غځېدلې لارې تړل شوې دی.

په ارزګان کې د طالبانو مرستیال والی «حاجی مزمل» نن چهارشنبه د زمری په ١٢مه ویلی چې د دغه ولایت د ګیزاب په شمول د یو شمېر ولسوالیو اوسېدونکی له ګڼو ستونزو سره مخ دی.

هغه زیاته کړې چې د دغو ولسوالیو لارې له دوو اوونیو راهیسې تړل شوې دی.

د حاجی مزمل په وینا چې د لارو پر بندېدو سربېره وروستیو سېلابونو د دغه ولایت اوسېدونکو ته درانه مالی او ځانی زیانونه هم اړولی دی.

په دې وروستیو کې په یو شمېر ولایتونو کې تر سختو اورښتونو وروسته مرګونی سیلابونه راووتل چې له امله یې سلګونه هېوادوال مړه او ټپیان شول.

د راپورونو له مخې، دغو سیلابونو سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه کړې او په یو شمېر سیمو کې څاروی هم وړی دی.