د ارزګان مرکز ترینکوټ او ولسوالیو کې ۵۶ روغتیایی دولتی مرکزونه لری، خو لا هم ډیر شمیر یې په شخصی کورونو کې فعالیت کوی چې د قراردادی موسساتو له خوا ورته په کرایه نیول شوی دی. د ارزګان ولایت د ولایتی روغتون سرطبیب ډاکټر عبدالغفار وطنوال په یوې جوړې شوې غونډه کې د مسولینو څخه […]
د ارزګان مرکز ترینکوټ او ولسوالیو کې ۵۶ روغتیایی دولتی مرکزونه لری، خو لا هم ډیر شمیر یې په شخصی کورونو کې فعالیت کوی چې د قراردادی موسساتو له خوا ورته په کرایه نیول شوی دی.
د ارزګان ولایت د ولایتی روغتون سرطبیب ډاکټر عبدالغفار وطنوال په یوې جوړې شوې غونډه کې د مسولینو څخه غوښتنه وکړه چې د دولتی روغتیایی مرکزونو لپاره دې ودانۍ جوړې شی.
وطنوال وایی، په دغه ولایت کې د ۵۶ روغتیایی مرکزونو له ډلې ۴۲ په شخصی کورونو کې دا مهال فعالیت کوی.
نوموړی وویل: «په ارزګان کې زیات روغتیایی مرکزونه چې اوس فعالیت کوی په شخصی کورونو کې دې دغو روغتونو ته باید ودانۍ جوړی شی دغه اوس د ۵۶ روغتیایی مرکزونو څخه ۴۲ یې په شخصی کورونو کې دی.»
د ارزګان اوسیدونکی هم غوښتنه کوی چې حکومت دې په هغو سیمو کې چې دا مهال روغتیایی مرکزونه په کې نشته او فعالیتونه یې په شخصی کورونو ترسره کیږی، ودانۍ دې ورته جوړې شی.
د ترینکوټ یو اوسیدونکی حمدالله په دې اړه اطلاعات روزته وویل چې په شخصی کورونو کې د روغتیایی مرکزونو فعالیت د ناروغان له ستونزو سره مخ کوی ځکه په خبره یې چې هغه امکانات چې په یوه مجهز روغتون کې باید وی په شخصی کورونو کې نشته.
نوموړی له طالبانو په دې برخه کې د پاملرنې غوښتنه وکړه.
هغه وایی که د روغتونو لپاره مجهزی ودانۍ جوړی شی له یوه خوا به دولت ته د میاشتی کرایی پاته شی او له بل پلوه به ناروغان په روغتونو کې د ټولو امکاناتو څخه برخمن شی.
دی وایی: «دا چې اوس په شخصی ځایونو کې روغتونونه فعالیت کوی دا یوه لویه ستونزه ده دولت باید دغې برخې ته جدی پاملرنه وکړی ځکه چې په شخصې کورونو کې چې روغتونه فعالیت کوی اساسی ستونزه یې خلکو ته ده ځکه د روغتیا په برخه کې هغه امکانات چې باید په یوه روغتون کې موجود وی په شخصې کورونو کې نه شته.»
د ارزګان د روغتیا د برخې چارواکی هم دغه ستونزه تاییده وی چې په شخصی کورونو کې روغتیایی چاری سمبال کوی.
د ارزګان د عامی روغتیا ریس ډاکټر محمد الله روحانی په اړه رسنیو ته وویل چې د یو شمیر روغتیایی مرکزونو لپاره غیری دولتی موسیساتو شخصې کورونه په کرایه نیولی دی او د یو شمیر روغتیایی مرکزونو ودانۍ بیا د تیرو جګړو امله ویجاړی شوی دی.
نوموړی ونه وویل چې په څومره ندازه روغتیایی مرکزونه په شخصې کورونو کې دی خو زیاته یې کړل چې دوی هڅې روانی کړی دی ترڅو ددغو روغتونو لپاره ودانۍ جوړی کړی.
هغه وایی: «دغه ستونزه په ټول افغانستان کې شته ارزګان کې هم یو شمیر موسیساتو ځینو کلنیکونو ته خامه کورونه د کرایی په بدل کې نیولې دی او بل ستونزه داده چې د تیرو جګړو له امله هم ډیر روغتونه ویجاړ شوی دی موږ ددغو روغتونو رغیدو لپاره هڅې روانی کړی دی او ژر به دغه ستونزه حل شی.»
د عامی روغتیا دغه ریس وایی چې په روغتونو کې د داکټرانو د کمی ستونزه دامهال په ټول ارزګان کې حل شوی ده خو زیاتوی چې په ۵۶ روغتیایی مرکزونو کې تراوسه ښځېنه نرسه نشته.
هغه هیله لری چې په راتلونکی کې به یاده ستونزه هم حل شی.
په روغتونو کې شته ناروغان بیا د درملو د کمۍ څخه شکایت کوی او زیاتوی چې ډیر هغه درمل چې ناروغانو ته په کار ورځې اوس په روغتونو کې نشته او دوی یې په بازار کې پلوری.
په اړه یې یوه میرمن چې د ترینکوټ ولایتی روغتون ته ورغلی وایی:«ټول ناروغان دلته
د ارزګان د ټولو روغتونو د درمل قرارداد په دغه ولایت کې د موی موسیسی کړی دی.
د موو(Move) موسیسی ولایتی مسول پیدالله ناصری دوی ۵۶ روغتیایی مرکزونو ته د یوې روبعی لپاره د ۱۸ نېم میلیونه افغانیو په اندازه درمل ځانګړی کړی دی ترڅو د ناروغانو یاده ستونزه حل شی.
دی وایی:«موږ ټولو روغتونو ته درمل لیږو او ترڅنګ یې ناروغان دا هیله لری چې زیات درمل واخلی ځکه دوی شکایت کوی موږ درمل راکړی.»
تردی مخکی هم خلکو شکایت کولی چې په روغتیایی مرکزونو کې دوی له زیاتو ستونزو سره مخ دی.