اروپایی ټولنې زلزله ځپلو سره مالی مرسته وکړه
اروپایی ټولنې زلزله ځپلو سره مالی مرسته وکړه

په آفغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام WFP په افغانستان کې له زلزله ځپلو سره د اروپایی ټولنې د ۵۰۰ زره یورو د مرستې هرکلی وکړ. یاد سازمان پرون په یوه اعلامیه کې ویلی: دا مرستې به د ۶ میاشتو په اوږدو کې له ۱۷۹ زره کسانو سره په پکتیکا او خوست ولایتونو کې وشی. […]

په آفغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام WFP په افغانستان کې له زلزله ځپلو سره د اروپایی ټولنې د ۵۰۰ زره یورو د مرستې هرکلی وکړ.

یاد سازمان پرون په یوه اعلامیه کې ویلی: دا مرستې به د ۶ میاشتو په اوږدو کې له ۱۷۹ زره کسانو سره په پکتیکا او خوست ولایتونو کې وشی.

ماریانا فرانکو چې په افغانستان کې د اروپایی ټولنې پر مرستو څارنه کوی، ویلی چې د طبعی پېښو له امله له زیانمن شویو افغانانو سره به یې مرستې دوام وکړی.

یاده دې وی چې په دې ورستیو کې د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې هم زلزلې او سختو سیلابونو خلک زیانمن کړی چې مرستو ته اړتیا لری.