اروپایی ټولنې له طالبانو څخه د ښځو د حقونو د فعالانو د ژر تر ژره خلاصون غوښتنه وکړه
اروپایی ټولنې له طالبانو څخه د ښځو د حقونو د فعالانو د ژر تر ژره خلاصون غوښتنه وکړه

خبرگزاری زنان افغانستان: اروپایی ټولنې له طالبانو غوښتی چې د ښځو د حقونو فعالې جولیا پارسی او نیدا پروانی دې ژر تر ژره له خپلو کورنیو سره خوشې کړی. د اروپایی اتحادیې د بهرنیو اړیکو ویاندې نبیله مسرلی تېره شپه (دوشنبه د میزان ۱۰مه) په ایکس ټولنه کې د یوې پوستې په خپرولو سره لیکلی […]

خبرگزاری زنان افغانستان: اروپایی ټولنې له طالبانو غوښتی چې د ښځو د حقونو فعالې جولیا پارسی او نیدا پروانی دې ژر تر ژره له خپلو کورنیو سره خوشې کړی.

د اروپایی اتحادیې د بهرنیو اړیکو ویاندې نبیله مسرلی تېره شپه (دوشنبه د میزان ۱۰مه) په ایکس ټولنه کې د یوې پوستې په خپرولو سره لیکلی چې اروپایی اتحادیې له طالبانو غوښتی چې خپلسری بندیان ودروی.

هغه زیاته کړه، دغه اتحادیه د نجونو د زده کړو د یوه فعال مطیع الله ویسا د خوشې کېدو غوښتنه هم کوی، چې له شپږو میاشتو راهیسې په بند کې دى.

د افغانستان لپاره د اروپایی ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکولسن هم د مېرمن مسرالی پوسټ شریک کړی او لیکلی یې دی چې “د افغانانو خپلسری نیول چې له خپلو حقونو دفاع کوی او نور غیر قانونی دی.”

هغه زیاته کړه چې دا نیول “د کورنی مشروعیت او رغنده خبرو اترو لپاره اړین باور کمزوری کوی”.

طالبانو ندا پروانی د سنبلې په ۲۸مه او جولیا پارسی د میزان په ۵مه له خپل ماشوم او مېړه سره له کابل ښاره نیولې وه.

د ښځو د حقونو د دغو فعالانو د نیول کېدو په اړه امنیتی ادارو او د طالبانو ویاند څه نه دی ویلی.

طالبانو تر دې وړاندې هم څو ځلې مظاهره کوونکی ښځې او نجونې نیولی او زندانی کړی دی.

خبرگزاری زنان افغانستان