ازبکستان د افغانستان لپاره نوی سفیر وټاکه
ازبکستان د افغانستان لپاره نوی سفیر وټاکه
ازبک رسنیو خبر ورکړی، چې یوبیک عثمانوف په افغانستان کې د دغه هېواد نوی سفیر ټاکل شوی دی. 

ازبک رسنیو خبر ورکړی، چې یوبیک عثمانوف په افغانستان کې د دغه هېواد نوی سفیر ټاکل شوی دی.

د “ازبکستان ډېلی” رسنۍ د راپور له مخې، ښاغلی عثمانوف نن (دوشنبه، د لړم ۷مه) کابل ته راورسېد او خپله دنده یې پیل کړه.

نوموړی د یادګار شادمانوف ځای ناستی شو، چې له ۲۰۱۲ کال راهیسې په افغانستان کې د ازبکستان د سفیر په توګه دنده ترسره کوی.

یوبیک عثمانوف له ۲۰۲۰ کال راهیسې په پاکستان کې د ازبکستان سفیر و.

نوموړی په مصر کې د ازبکستان د سفیر په توګه هم کار کړی او له ۱۹۹۸ کال راهیسې د ازبکستان د بهرنیو چارو په وزارت کې دنده ترسره کوی.

سرچینه لیکی، نوموړی تر دې وړاندې په پاکستان کې د ازبکستان د سفیر په توګه دنده ترسره کړې او په پښتو، دری او انګلیسی ژبو خبرې کولای شی.

 

دافغانستان ښځو خبری اژانس

  • نویسنده : د افغانستان ښځو خبري اژانس
  • منبع خبر : د افغانستان ښځو خبري اژانس