افغانه نجلۍ چې په نیپال کې یې ۵۶۳۰ متره لوړوالی یالونګاری څوکه فتحه کړه
افغانه نجلۍ چې په نیپال کې یې ۵۶۳۰ متره لوړوالی یالونګاری څوکه فتحه کړه

خبرگزاری زنان افغانستان: په داسې حال کې چې د طا.لبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې نجونې او ښځې له بد حالت سره مخ دی، بهرنیو رسنیو په دې وروستیو کې خبر ورکړی چې سعیده سادات لومړنۍ افغان غره ختونکې ده چې د نیپال په یالونګاری څوکه یې پښه کېښوده او په ۵۶۳۰ متره […]

خبرگزاری زنان افغانستان: په داسې حال کې چې د طا.لبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې نجونې او ښځې له بد حالت سره مخ دی، بهرنیو رسنیو په دې وروستیو کې خبر ورکړی چې سعیده سادات لومړنۍ افغان غره ختونکې ده چې د نیپال په یالونګاری څوکه یې پښه کېښوده او په ۵۶۳۰ متره لوړوالی سره یې دغه څوکه فتحه کړه.

د راپورونو له مخې، سادات چې په تېرو څو کلونو کې یې د نړۍ بېلا بېلو څوکو ته ختل، له دوو امریکایی غره ختونکو او دوو نیپالی لارښوونکو سره یو ځای د یالونګاری څوکه فتحه کړې ده.

دغو غره ختونکو د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر د میاشتې له پیل څخه خپل کار پیل کړ او د اکتوبر په ۱۸ نیټه د سهار په ۹:۲۷ بجو د دغې څوکې په فتح کولو بریالی شول.

دغو رسنیو دا هم ویلی چې درې واړه غره ختونکی او د هغوی ملګری به په یوه اونۍ کې کتمندو ته ورسیږی.

دا په داسې حال کې ده چې د طا.لبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې ښځې او نجونې حتی د زده کړو او کار کولو اجازه نه لری.

د یادولو وړ ده چې د طا.لبانو ډلې د افغانستان د بیا واک تر لاسه کولو وروسته د دغه هیواد پر نجونو او میرمنو ډیر محدودیتونه لګولی دی چې د نړۍ له لورې یې څو ځلې نیوکې شوی دی.