افغان خبریالې لیلما سدید د “هنری له فانټین” نړیواله جایزه وګټله
افغان خبریالې لیلما سدید د “هنری له فانټین” نړیواله جایزه وګټله

خبرگزاری زنان افغانستان: د “هنری له فانټین” نړیواله جایزه، چې د بشری حقونو، د ښځو د حقونو، د سولې او ټولنیزې برابرۍ او نورو بشری مسایلو په برخه کې فعالو کسانو ته ورکول کیږی، افغان خبریالې لیلما سدید ته ورکړل شوه. اغلې لیلما سدید پرون په خپل X ټولنیزه میډیا کې درې ځله لیکلی چې […]

خبرگزاری زنان افغانستان: د “هنری له فانټین” نړیواله جایزه، چې د بشری حقونو، د ښځو د حقونو، د سولې او ټولنیزې برابرۍ او نورو بشری مسایلو په برخه کې فعالو کسانو ته ورکول کیږی، افغان خبریالې لیلما سدید ته ورکړل شوه.

اغلې لیلما سدید پرون په خپل X ټولنیزه میډیا کې درې ځله لیکلی چې هغې د بشری او ښځو د حقونو د دفاع له امله دا نړیواله جایزه ترلاسه کړه.

دغه جایزه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې د بروکسل د ښار په تالار کې د لسګونو سیاسی شخصیتونو او د پارلمان د غړو او د بلجیم د مختلفو ګوندونو په حضور کې جوړه شوې وه، ورکړل شوه.

د هنری له فینټین نړیواله جایزه هغو خلکو ته وقف شوې ده چې د شلمې پیړۍ د نامتو سوله غوښتونکی هنری لی فانټین په یاد کې د انسانیت او بشری حقونو په برخه کې کار کړی او اغیزمن کړی دی.

لیلما سدید په بلجیم کې د افغانستان د اسلامی جمهوریت په سفارت کې د دیپلوماتې په توګه د کار کولو تاریخ لری، نوموړې له دې دندې وړاندې په مختلفو رسنیو کې سیاسی خبریاله وه چې د نړۍ مهمې پیښې یې تر پوښښ لاندې نیولې وې.

باید یادونه وشی چې په بهر کې د افغان ښځو وړتیا او فعالیت په داسې حال کې د ستایلو وړ دی چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې ښځې او نجونې د کار، ازاد تګ راتګ او زده کړې له حقه له خپلو لومړنیو بشری حقونو بې برخې دی.

د یادونې وړ ده، چې طالبانو د ښځو د ژوند په محدودولو سره هغوی له ټولنې لرې کړی او په کورونو کې یې بندیان کړی دی.

 

خبرگزاری زنان افغانستان