د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د تعلیمی کال د پیل په مناسبت د نجونو یوه ښوونځی ته تللی دی.
ایرانۍ رسنۍ وایی ښاغلی پزشکیان پرون په تهران کې د ډاکتر حسن عسکری شیرازی نجونو ښوونځی ته تللی او هلته یې د تعلیمی کال د پیل مراسمو کې برخه اخیستې ده.
نوموړی د ښوونځی نجونو ته ویلی چې د ایران راتلونکی د زده کوونکو په لاس کې دی او موږ مسوولین باید داسې کارونه وکړو چې تاسې ته د مهارتونو او وړتیاو د زده کړې لازمه زمینه برابره شی.
له بل خوا د ایران په ګاونډ افغانستان کې څه باندې درې کاله کېږی چې د نجونو لیسې او پوهنتونونه تر «امر ثانی» پورې تړل شوی دی.
دوه ورځې وړاندې د بشری حقونو د ښځینه برخې مشرې سیما باهوس امنیت شورا ته په خپل ګزارش کې وویل چې ۹۰ سلنه افغانې نجونې د طالبانو له بندیزونو له امله روانی ستونزو سره مخ دی او وضعیت یې ورځ تر بلې خرابېږی.
دافغانستان ښځو خبری اژانس
- نویسنده : د افغانستان د ښځو خبري اژانس
- منبع خبر : د افغانستان د ښځو خبري اژانس