سی ان ان په یوه تازه راپور کې ویلی، په داسې حال کې چې د افغانستان د نارینه وو ټیمونه په نړیواله کچه په ازاده توګه سیالی کوی؛ خو د دغه هېواد ښځې له سپورټ منع دی او مجبور دی چې له رسمی ملاتړ پرته سیالۍ وکړی او یا هم د کډوالو په ټیمونو کې د پناه غوښتونکو په توګه کار وکړی.
دغه خبری کانال د هېواد د تکواندو لوبغاړې مرضیه حمیدی له قوله ویلی چې په اذربایجان کې د ۲۰۲۳ کال د تکواندو په نړیوالو سیالیو کې د افغان نارینه وو له لوبډلې سره د کډوال په توګه مخامخ شو.
اغلې حمیدی له سی ان ان سره په مرکه کې ویلی، چې د خپل هېواد په استازیتوب یې بندیز لګولی او پخوانیو ملګرو یې ورسره د بهرنیانو په څېر چلند کاوه.
دافغانستان ښځو خبری اژانس
- نویسنده : د افغانستان د ښځو خبري اژانس
- منبع خبر : د افغانستان د ښځو خبري اژانس