په البانیا کې د افغان مېرمنو د درې ورځنۍ ناستې په پریکړه لیک کې له نړیوالې ټولنې غوښتنه شوې چې طالبان دې په افغانستان کې د بشری حقونو د نقض لپاره ځواب ورکولو ته حاضر کړی.
په دې ۱۱ ماده یی پرېکړه لیک کې همدارنګه غوښتنه شوې چې د طالبانو له لوری جنسیتی اپارتاید دې د بشریت پر ضد د یوه جنایت په توګه وپېژندل شی.
ګډوانوالو مېرمنو غوښتنه کړې چې طالبان باید د بشری حقونو د څرګند نقض له امله ځواب ورکړی او د دې لپاره باید شته میکانیزمونه تقویه شی.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د سولې نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ هم د افغانو مېرمنو په ملاتړ یوه پیغام کې ورته غوښتنه کړې وه.
ملالې ویلی وو طالبان چې د افغان مېرمنو د حقونو د نقض مسوول دی باید ځواب ورکړی.
د یادونې وړ ده، د افغان مېرمنو په دې ناسته کې چې د روان ستمبر له ۱۱ تر ۱۳ په البانیا هیواد کې ترسره شوه، ۱۴۰ مېرمنو ګډون کړی و.
دافغانستان ښځو خبری اژانس
- نویسنده : د افغانستان ښځو خبري اژانس
- منبع خبر : د افغانستان ښځو خبري اژانس