اوچا:هره میاشت په افغانستان کې ۶۰څخه ډیر خلک د چاودېدونکو توکو له امله معیوب او وژل کېږی د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا(OCHA) تازه په یو راپور کې چې نن ورځ یې خپور کړى ویلی چې د افغانستان د ۴۰۱والسوالیو دوه پردریمه برخه په چاودېدونکو توکو ککړه ده چې […]
اوچا:هره میاشت په افغانستان کې ۶۰څخه ډیر خلک د چاودېدونکو توکو له امله معیوب او وژل کېږی
د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا(OCHA) تازه په یو راپور کې چې نن ورځ یې خپور کړى ویلی چې د افغانستان د ۴۰۱والسوالیو دوه پردریمه برخه په چاودېدونکو توکو ککړه ده چې هره میاشت له ۶۰څخه ډیر خلک یې له امله معیوب او وژل کېږی او د قربانیانو ډېر برخه یې ماشومان تشکلیوی.
د یاد دفتر په خپل راپور کې ویلی چې د چاودېدونکو توکو ککړتیا د تېرو جګړو میراث په توګه د ۲۰۰۱راهېسې په ارزګان، کندز، هلمند، کندهار، کنړ، بادغیس، فاریاب، ننګرهار، غزنی، فراه، میدان وردګو او سمنګان ولایتونه تر ټولو سخت اغیزمن کړی دی او لوی شمیر مهم زیربناوې،ښوونځی د فزیکی زیان رسولو سربیره ملکی وګړو خوندی تګ راتګ مخنیوى کړى او دوی یې دروانی ستونزو او کړاو سره مخ کړی چې له امله یې ددوى ژوند او عاید ته خوندی لاسرسی محدود کړى دى.
دوى په دې راپور کې ویلی چې بزګران،شپانه،څاروی او هغه ماشومان چې د فلزاتو راټولولو ته هڅول کېږی د چاودېدونکو توکو د خطر سره مخ کېږی.
په دې راپور کې ویل شوی چې د ۱۹۸۸کال راهیسې یې له ۳زرو او ۶۲۲کلیو متره مربع ځمکه ۱۳میلیونو ډېر له جګړې پاتې چاودېدونکې توکو،۷۶۴زره پرسونل ضد،۳۳زره او ۴۶۰ د وسایطو ضد ماینونه څخه پاکه کړې ده.
دوى د ماین شنډونې سره د مبارزې په برخه کې د بودیجې له کمښت باندې اندېښنه ښودلې او ویلی دی چې د دوو کالو راهیسې یې د ماین پاکۍ لپاره تمویل نیمایی ته راټېټ شوى چې له امله یې د ماین پاکوونې کاری ځواک کې ۴۰سلنه کموالى راغلى دى.