توماس نیکلاسونه”هیڅ دلیل شتون نه لری چې ښځې دې محدودې شی”
توماس نیکلاسونه”هیڅ دلیل شتون نه لری چې ښځې دې محدودې شی”

د افغانستان لپاره د اروپایی اتحادیې ځانګړى استازی توماس نیکلاسون پخپله ټویټر پاڼه لیکلی چې افغانستان زیات دلایل لری چې پخپلو ښځو وویاړی او داسې هیڅ کوم دلیل نشته چې دښځې آزادی او مسلک په ټاکنه کې محدودې شی. همدارنګه هغه لیکی کوم مسول حکومت به ښځې وهلې وی،اوښکې بهوونکى ګاز به یې پرې شیندلى […]

د افغانستان لپاره د اروپایی اتحادیې ځانګړى استازی توماس نیکلاسون پخپله ټویټر پاڼه لیکلی چې افغانستان زیات دلایل لری چې پخپلو ښځو وویاړی او داسې هیڅ کوم دلیل نشته چې دښځې آزادی او مسلک په ټاکنه کې محدودې شی.
همدارنګه هغه لیکی کوم مسول حکومت به ښځې وهلې وی،اوښکې بهوونکى ګاز به یې پرې شیندلى او یابه یې ورکې کړی وی؟
یا که داسې پېښ شی سترګې پرې پټې کړئ؟
له بل لورې د جنبش خود جوش زنان افغانستان مشرې راضیه بارکزۍ هم په خپل ټویټر پاڼه په یو ویډیوی کلیپ کې ویلی چې خپل مبارزه به د طالبانو او هر دیکتاتورۍ پرضد جاری ساتی.
نیکلاسون پداسې حال کې دا څرګندونه کړېدچې طالبانو لخوا د کابل نیول کېدو څخه وروسته سلګونو ښځو په کابل کې د ښځینه حقوقو د غوښتنې په موخه لاریونونه وکړل او د لاریون ورسته تمنا زریاب د خپلو دریو خویندو او پروانه او څو نورې لاریون کونکې بندی کړی خو تراوسه یې هیڅ درک نشته.
په ورته وخت انتونیو ګوترش د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشی هم په خپل ټویټ کې طالبانو مخاطب کړی چې لاریون کونکې ښځود آزادۍ لپاره هڅې وکړی. همدارنګه (۲۱) نا دولتی موسسو او سازمانونو هم دلاریون کونکو ښځو د خوشی کېدو غوښتنه کړې.