خبرگزاری زنان افغانستان: افغانستان لپاره د امریکا ځانګړى استازى وایی چې د افغانانو د ملاتړ لپاره هغوى خوراکی توکو خوندیتوب تقویه کول اړین دی. نوموړی نن ورځ پخپله ایکسپاڼې لیکلی چې د خوړو نړیوالې ورځې په مناسبت یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP)او د د خوړو او کرنې نړیوال سازمان (FAO)سره په لیدنه کې د […]
خبرگزاری زنان افغانستان: افغانستان لپاره د امریکا ځانګړى استازى وایی چې د افغانانو د ملاتړ لپاره هغوى خوراکی توکو خوندیتوب تقویه کول اړین دی.
نوموړی نن ورځ پخپله ایکسپاڼې لیکلی چې د خوړو نړیوالې ورځې په مناسبت یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP)او د د خوړو او کرنې نړیوال سازمان (FAO)سره په لیدنه کې د افغانستان سره د مرستې په اړه بحث کړى.
هغه لیکلی”د خوړو نړیوال پروګرام او دخوړو او کرنې نړیوال سازمان ملیونونو افغانانو ته د ژوند ژغورونکې کرنې مرستې او خوراکی مرستې رسوی. لدوى سره مې د خوړو نړیوالې په ورځ د دوی له مشرتابه سره ښه بحث درلوده”
هغه په دې لیدنه کې له افغانانو سره د خوراکی توکو په مرستې ټینګار کړى او ویلی دی چې د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره ددې هیواد د خوړو د خوندیتوب ښه کول ډېر اړین دی.
نن شنبه د خوړو نړیوال پروګرام پخپله ایکس پاڼه لیکلی چې داسازمان د بودجې د کمښت له امله ١٠میلیونه خلکو سره دخوراکی توکو مرستې کمولو ته اړ شوى.
یادسازمان ویلی چې د څومیاشتو راهیسې افغانان د خوراکی توکو له بحران مخ دی چې لا ډېرو مرستو ته اړتیا لری.