پرون شنبه د اسد پنځلسمه، په جلال اباد ښار کې قصابانو ته په په ټاکل شوې ځایونو کې د حلالې کولو او غوښې پلورولو اجازه ورکړل شوه. د ښاروالۍ په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوی چې د ښار قصابان په دریو ټاکلو ځایونو(چپرهار هډه، جوی هفت او دوسرکه) کې د زراعت ریاست د […]
پرون شنبه د اسد پنځلسمه، په جلال اباد ښار کې قصابانو ته په په ټاکل شوې ځایونو کې د حلالې کولو او غوښې پلورولو اجازه ورکړل شوه.
د ښاروالۍ په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوی چې د ښار قصابان په دریو ټاکلو ځایونو(چپرهار هډه، جوی هفت او دوسرکه) کې د زراعت ریاست د ډاکټرانو او د ښاروالۍ د استازو په شتون کې حلاله کوی؛ بیا به یې په ښار کې تقسیموی.
د جلال اباد قصابان په یاده پریکړه خوښ دی او وایی چې د تېرې دوه اوونۍ بندیز د سخت مالی زیان سره مخ کړی وو.
کابو دوه اوونۍ مخکې په لویو څارویو کې د یوې ساری ناروغۍ د خپریدو له امله په جلال اباد ښار د لویو څارویو د غوښې پر پلور بندیز لږیدلی و. خو د مالدارانو په وینا چې دوی سره یوازې د مړو څارویو په خښولو کې مرسته شوې؛ په علاج کې یې چا لاس نیوی نه دی کړی.