جلال اباد؛ څلور کسان په قتل او غلا په تور ونیول شول
جلال اباد؛ څلور کسان په قتل او غلا په تور ونیول شول

په ننګرهار کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند پر وینا یو کس چې د خپلې ښځې له وژلو وروسته د تېښتې په حال کې و د ښار په اتمه ناحیه کې ونیول شو. درې تنه نور د لومړۍ ناحیې په ساحه کې د غلاو په تور نیول شوی چې امنیه قومندانۍ کې له څیړونو […]

په ننګرهار کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند پر وینا یو کس چې د خپلې ښځې له وژلو وروسته د تېښتې په حال کې و د ښار په اتمه ناحیه کې ونیول شو.
درې تنه نور د لومړۍ ناحیې په ساحه کې د غلاو په تور نیول شوی چې امنیه قومندانۍ کې له څیړونو وروسته به عدلیې او قضایی اورګانونو ته معرفی شی.

یاده دې وی چې په تېره یو میاشت کې دا په ننګرهار کې د خپلوانو د وژلو دوهمه پیښه ده چې اوله یې په دامان کې یوې ښځې لخوا د خپل خاوند وژنه وه.