جلال اباد اتمه ناحیه کې یو کس د خپلې وریندار د ویشتلو په تور نیول شوی
جلال اباد اتمه ناحیه کې یو کس د خپلې وریندار د ویشتلو په تور نیول شوی

د ننګرهار ولایت امنیه قومندانۍ ویاند په خپور شوې ویډیوی پیغام کې ادعا کوی چې یو تن چې د کورنی تاوتریخوالی پر مهال یې خپله وریندار او ورور ویشتلی وو؛ د تیښتې پرمهال طالبانو نیولی. تورن کس په وینا چې ورور او وریندار یې د وهلو هڅه کوله چې د ځان د دفاع په خاطر […]

د ننګرهار ولایت امنیه قومندانۍ ویاند په خپور شوې
ویډیوی پیغام کې ادعا کوی چې یو تن چې د کورنی تاوتریخوالی پر مهال یې خپله وریندار او ورور ویشتلی وو؛ د تیښتې پرمهال طالبانو نیولی.

تورن کس په وینا چې ورور او وریندار یې د وهلو هڅه کوله چې د ځان د دفاع په خاطر په ډزو کې یط وریندار زخمې شوې ده. نوموړی وایی:« ورور او وریندار مې ماپسې کوټې ته د راننوتلو هڅه وکړه؛ ما دروازه بنده کړه چې هغوی د ماتولو هڅه کوله. ما د ځان د دفاع په خاطر په دورازه ډزې وکړې».
طالبان وایی چې د څیړنو وروسته به یاد کس عدلیی او قضایی اورګانونو ته معرفی شی.

په دې ورستیو کې دا د جلال اباد ښار په اتمه ناحیه کې د کورنی تاوتریخوالی پیښې ډیری شوی له دې مخکې یو سړی خپله ښځه وژلې وه چې بیا نیول شوی وو.