باوری سرچینې وایی چې طالبانو د ننګرهار نشتر پښتورګو روغتون دولس تنه متخصص ډاکټران له دندو ګوښه کړی او پر ځاې یې خپل کسان ګمارلی دی. یوې سرچینې د نوم د نه ښودولو په شرط ویل چې طالبان پرون پنجشنبه د اسد په شپږمه روغتون ته ورغلی او دولس تنه ډاکټران یې بغیر له کوم […]
باوری سرچینې وایی چې طالبانو د ننګرهار نشتر پښتورګو روغتون دولس تنه متخصص ډاکټران له دندو ګوښه کړی او پر ځاې یې خپل کسان ګمارلی دی.
یوې سرچینې د نوم د نه ښودولو په شرط ویل چې طالبان پرون پنجشنبه د اسد په شپږمه روغتون ته ورغلی او دولس تنه ډاکټران یې بغیر له کوم قانونی پروسیجر څخه له دندو ګوښه کړی.
په ننګرهار کې د نشتر روغتون سرطبیب ډاکټر واقف نیازی د خبرګذارای زنان سره له خبرو کولو ډډه وکړه او نه یې غوښتل په یاده موضوع معلومات ورکړی.
خو سرچینې وایی چې طالبانو خپل کسان د هغوی بر ځای پر دندو ګمارلی. ویل کیږی نوی ګمارل شوی هغه ډاکټران دی چې د جمهوریت پر وخت یې د طالب جنګیالیو درملنه کوله.
د نشتر روغتون د پاکستان په مالی او تخنیکی مرسته په جلال اباد کې جوړ شوی چې د خپل یو سیاسی مشر عبدالرب نشتر په نوم یې نومولی دی.