حامد کرزى د بنو د جرګې هرکلى کوی:
حامد کرزى د بنو د جرګې هرکلى کوی:

د افغانستان پخوانى ولسمشر حامد کرزی د یوې مطبوعاتی اعلامیې له طریقه د بنو د سترې د جرګې چې د خیبر پښتونخوا کې جوړه شوه د پرېکړو هر کلى کړى. په اعلامیه کې راځی” پخوانی جمهور رئیس دغه ستره جرگه په سیمه او افغانستان کې د موجودو ستونزو د اوارولو لپاره نېک او اغېزمن گام […]

د افغانستان پخوانى ولسمشر حامد کرزی د یوې مطبوعاتی اعلامیې له طریقه د بنو د سترې د جرګې چې د خیبر پښتونخوا کې جوړه شوه د پرېکړو هر کلى کړى.
په اعلامیه کې راځی”
پخوانی جمهور رئیس دغه ستره جرگه په سیمه او افغانستان کې د موجودو ستونزو د اوارولو لپاره نېک او اغېزمن گام بولی او د یادې جرگې له پرېکړه لیک څخه خپل کلک ملاتړ اعلانوی.
همداراز حامد کرزی په یاده غونډه کې د ښځو پراخ گډون او په اقتصادی، سیاسی او فرهنگی چارو کې د ښځو د حقوقو د تامین لپاره د جرگې د سپارښتونو ستاینه کوی.”
یاده جرګه د پښتون قامی جرګې تر عنوان لاندې د خیبر پښتونخوا په بنو کې د روان کال د مارچ د میاشتې په ۱۱ پیل او څلورو ورځې یې دوام وکړ د پښتون ملتپال پښتونخوا ملی عوامی ګوند په کوربتوب رابلل شوې وه چې پکې د پښتنو ښځو په ګډون ډېر شمېر لیکولانو،سیاستوالانو ،خبریالان او فعالانو برخه اخیستې وه .
دجرګې ګډونوالو په افغانستان کې له طالبانو غوښتنه کړې چې د لویی جرګې او ټولټاکنو له لارې دې ټول ګډونه جوړ کړی .
د یادې جرګې د پرېکړو په څلورمه مادې کې غوښتنه شوې، چې په افغانستان کې دې د طاقت په زور د حکومت نیولو عمل ”غیرقانونی او له افغان ملت سره غداری ” وګڼل شی، تر څو په راتلونکی کې څوک د ټوپک په زور هلته حکومتونه ړنګ نه کړی.
همدارازد د جرګې غړو له نړیوالو غوښتنه کړې، چې له افغان ولس سره دې مرسته وکړی.
جرګې پر ډېورنډ کرښه اغزن تار هم رد کړی دی.
او په څوارلسمه ماده کې یې غوښتنه کړې چې د قوانینو جوړولو او منفی رسمونو د مخنیوی ترڅنګ دې په سیاسی،اقتصادی او فرهنګی چارو کې د ښځو د ګډون لپاره لارې هوارې کړل شی.