ختیځ کې له دندو لرې شوې ښځې له ګڼو اقتصادی ستونزو سره مخ دی
ختیځ کې له دندو لرې شوې ښځې له ګڼو اقتصادی ستونزو سره مخ دی

د هیواد له نورو ولایتونو سربیره په ختیځو ولایتونو کې هم د تېر جمهوری حکومت له رانسکورېدو وروسته ډېری هغه ښځې چې په دولتی ادارو کې یې دندې درلودې اوس په کور ناستې دی. سحر مومند چې د تیر حکومت پرمهال یې له یوې خصوصی رسنۍ سره دنده درلوده، خو اوس بې روزګاره شوې وایی، […]

د هیواد له نورو ولایتونو سربیره په ختیځو ولایتونو کې هم د تېر جمهوری حکومت له رانسکورېدو وروسته ډېری هغه ښځې چې په دولتی ادارو کې یې دندې درلودې اوس په کور ناستې دی.

سحر مومند چې د تیر حکومت پرمهال یې له یوې خصوصی رسنۍ سره دنده درلوده، خو اوس بې روزګاره شوې وایی، د دندو له لاسه وتلو وروسته یې کورنۍ له اقتصاد پلوه له ګڼو ننګونو سره مخامخ شوې ده.

نوموړې د طالبانو له حکومته غواړی چې د کار کولو زمینه ورته برابره کړی.

مومند زیاتوی: « ما پخپله مخکې له یوې رسنۍ سره دنده درلوده او د کورنۍ چاره مو پر معاش روانه وه، خو زما په ګډون هغه ښځې چې اوس مهال په کور کې دی له سختو روانی ستونزو سره مخ دی او په دې شرایطو کې له اقتصادی ننګونو سره مخ دی، حکومت باید د دوی ستونزو ته جدی پاملرنه وکړی.»

د لغمان اوسیدونکې شبانه چې له دې وړاندې یې له یوې نړیوالې موسسې سره دنده درلوده، خو د طالبانو له بندیز وروسته په کور شوې.

هغه وایې، خپل راتلوونکی نامعلوم برخلیک ته اندیښمنه ده.

د هغې په خبره اقتصادی ستونزې، د ښځو ناڅرګند برخلیک او پر ښځو د طالبانو بندیزونو له روانی اړخه ځپلی دی.

شبانه زیاتوی:«زیاتره هغه ښځې چې مخکې یې دندې درلودې اوسمهال له اقتصادی ستونزو سره دی او دغه راز حکومت باید ښځو ته د کار او زده کړو زمینه برابره کړی.»

د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې هم افغان مېرنو ته د زده کړو او کار د زمینې برابرول د طالبانو د حکومت مسولیت بولی.

میرمنې داسې مهال د کار نشتون شکایت کوی، چې تر دې مخکې د کار نړیوال سازمان ویلی وو چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته نږدې نیم مېلیون کسانو خپل کارونه له لاسه ورکړی دی، چې زیاته برخه یې د تیر حکومت نارینه او ښځینه کارکوونکی دی.