ولسمشر محمد اشرف غنی وایی د افغانستان تعلیمی نظام باید د مسلکی توب خواته ولاړ شی چې فارغ یې په آزاد بازار کې د کار موندنې اړتیا ولری. د هغه له نظره نظری پوهه که هرڅومره مهمه هم وی، له مسلکی او تطبیقی اړخ پرته په بشری پانګې کې سمه ونډه نه شی درلودای.
ښاغلی غنی چې د «ژوند لارې پودکاستو» په لړ کې د افغانستان د بشری پانګې پر لرلیدونو غږېده، د هغو اسلامی او لوېدیځو هېوادو د تجربو د څېړنې او خپلونې سپارښتنه وکړه چې په دې برخه کې تر نور ډېر او چټک بریالی شوی دی. ډاکتر غنی وویل، هغسې چې ارزښتونه او نظرونه په یوازې سر په تخنیکی پوهه نه بدلېږی، تخنیکی پوهه هم پخپله ارزښت نه شی کېدای او زموږ له پاره د تخنیکی پوهې او ملی اسلامی ارزښتونو د تلفیق اړتیا ده.
ولسشمر غنی د افغانستان د ښوونځیو او پوهنځیو نصابونه او د زده کړو کلونه د اوسنۍ زمانې له غوښتنو لرې وبلل چې هم زده کوونکی او محصل د ډېرو مضامینو تر بار لاندې ستړی کوی او هم د تعلیمی کلونو د بېځایه ډېرونې او اوږدونې له لارې وخت ضایع کوی. ده وویل: «وگورئ څو مضامین یې بار کړی وو په زده کوونکو باندې؟ کوم بل مملکت دی چې دومره لوی بار په ماشوم باندې اچوی… همدغه رقم ولې پوهنتونه دوه کاله نه وی؟»
د نصاب په برخه کې ولسمشر غنی، پړه تر ډېره د چمتو کوونکو په غاړه واچوله چې د نصاب لیکنې وړتیا یې لږه وه:«نصاب واقعاً د هغو خلکو له خوا ونه لیکل شو… چې د نصاب متخصصین وو. نصاب په سیاسی لوبو باندې بدل شو، مختلفو برخو باندې یې کش کاوه.»
هغه د پوهنې وزارت د کمکارو او په فساد ککړو ادارو په سر کې وباله چې تر پایه یې د تعلیم، درسی موادو، ښوونځیو ته د ودانیو او نورو اړینو اړتیاوو غم ونه شو خوړلای: «وزارتونه د دې لپاره دی چې د یو ولسمشر بار سپک کړی. زموږ ځینې وزارتونه داسې وو، چې یو عظیم پیټی و په باقی حکومت باندې او د پوهنې وزارت د دې په صدر کې و.»
د ژوند لارې په نوم د ولسمشر محمد اشرف غنی د پودکاستونو لړۍ د هغه د ټولنیزو رسنیو ترڅنګ د اې بی ان پر خواله رسنیو هم خپرېږی.
دافغانستان ښځو خبرې اژانس
- نویسنده : خبرگزاری زنان افغانستان
- منبع خبر : خبرگزاری زنان افغانستان