دافغانستان دراتلونکی په اړه خبرو کې باید ښځینه او غیر طالب افغانان شامل وی 
دافغانستان دراتلونکی په اړه خبرو کې باید ښځینه او غیر طالب افغانان شامل وی 
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی ګزارشګر ریچار بینټ وايي چې له طالبانو سره د اړیکو نورمال کېدل باید د بشري حقونو په برخه کې له ودې او پرمختګونو سره تړلي وي، او د افغانستان د راتلونکي په اړه خبرو کې باید ښځینه او غیرطالب افغانان شامل وي.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی ګزارشګر ریچار بینټ وایی چې له طالبانو سره د اړیکو نورمال کېدل باید د بشری حقونو په برخه کې له ودې او پرمختګونو سره تړلی وی، او د افغانستان د راتلونکی په اړه خبرو کې باید ښځینه او غیرطالب افغانان شامل وی.

نوموړی د ملګرو ملتونو د ملګرو ملتونو د بشری حقونو شورا په ۵۷ مه ناسته کې چې د سپتمبر په ۹مه جنیوا کې ترسره شوه، د وینا پر مهال ویلی د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په نوی قانون کې جنسیتی تبعیض کړی او هڅه یې کړې ده چې ښځې له ټولنې جلا او څنډې ته کړی.

د هغه په وینا، له افغان مېرمنو سره د طالبانو له لوری جنسیتی تبعیض، ځورونه او د هغوی ګوښی کول د بشر ضد جنایت دی.

بینټ همدارنګه زیاته کړې چې پر مېرمنو سربېره افغانستان کې مذهبی او نور اقلیتونه هم د تاوتریخوالی او بېلابېلو محدودیتونو سره مخ دی.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې طالبانو افغانستان ته د ریچارډ بینټ په سفر بندیز وضع کړی دی.

 

دافغانستان ښځو خبرې اژانس

 

  • نویسنده : د افغانستان د ښځو خبري اژانس
  • منبع خبر : د افغانستان د ښځو خبري اژانس