دایران پېښې په اړه باید زر تر زره وضاحت ورکول شی 
دایران پېښې په اړه باید زر تر زره وضاحت ورکول شی 
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازي ریچارډ بینت د ایران په سرحدي سیمه کې د ۳۰۰ افغانانو د مرګ ژوبلې په اړه د بېړني وضاحت غوښتنه کړې ده. 

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ریچارډ بینت د ایران په سرحدی سیمه کې د ۳۰۰ افغانانو د مرګ ژوبلې په اړه د بېړنی وضاحت غوښتنه کړې ده.

نوموړی پر خپله ایکسپاڼه لیکلی چې د ایران په ساراوان سیمه کې د افغانانو د وژل کېدو او ټپی کېدو راپورونو ته اندېښمن دی او زیاتوی «زه پر چارواکو غږ کوم چې شفافه څېړنه وکړی او زر تر زره وضاحت اړین دی.»

تېره ورځ ګزارشونه خپاره شول چې د ایران په سیستان و بلوچستان ولایت په سرحدی سیمه کې ایرانی پوځیانو پر ۳۰۰ افغانانو وسله وال برید کړی چې له امله یې ۲۶۰ تنه وژل شوی او ۴۰ نور ټپیان دی.

افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی حسن کاظمی وایی د یادې پېښې په اړه خپاره شوی راپورونه سم نه دی. قمی همدارنګه زیاتوی چې د غیرقانونی وګړو د ورتګ مخنیوی د ایران حق دی.

بل خوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایی حکومت یې په دې اړه څېړنې پیل کړی او وروسته به لازم اقدامات وشی.

 

دافغانستان ښځو خبری اژانس

  • نویسنده : د افغانستان ښځو خبري اژانس
  • منبع خبر : د افغانستان ښځو خبري اژانس