طالبانو د نوی قانون په غبرګون کې چې د (د امربالمعروف او نهى عن المنکر قانون) تر سرلیک لاندې توشیح شوى،
وایی دغه قانون له نړیوالو قوانینو سره په بشپړه توګه په ټکر کې دی.
سرچینی ویلی: «طالبان په هغه حد کې نه دی چې د نړیوالو قوانینو او خپلو مکلفیتونو په اړه دې پوهه او درک ولری.
له دې نړیوالو مکلفیتونو څخه د وتلو لپاره دوی د کورنیو مسایلو، ملی کلتور او اسلامی شریعت په څېر پلمې وړاندې کوی او داسې قوانین جوړوی چې خپل هېواد د یوې جلا جزیرې په توګه له نړیوالو اړیکو جلا او قوانین پکې پلی کړی.»
په یوه خبرپاڼه کې ویل شوی دی، چې طالبان د داخلی او نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره هیڅ عادی مدنی جوړښت نه منی او د نن ورځې د مدنی قانون د پراخو مفاهیمو په پرتله، لکه د خلکو عمومی رایو ته مرجعه، اساسی قانون، د ملی حکومت جوړول، د درې ګونو قواوو جلا کول، د خپلواک قضایی جوړښت جوړول او نور کارونه بهرنی ګڼی.
دښځوو خبرې آژانس
- نویسنده : خبرگزاری زنان افغانستان
- منبع خبر : خبرگزاری زنان افغانستان