په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازی د دفتر مشره روزا اوتونبایوا وایی، له افغانانو سره د ملګرو ملتونو د سلا مشورو له مخې، د طالبانو رژیم باید په رسمیت ونه پیژندل شی.
مېرمن اوتونبایوا زیاته کړه ،چې د طالبانو رسمی پېژندنه د بشری حقونو په ځانګړی ډول د ښځو حقونو ته په درناوی، د نجونو د تعلیم او د اساسی قانون په جوړولو پورې تړلې ده.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په دې وروستیو کې په یوه راپور کې لیکلی چې د افغانستان د وضعیت په اړه یوه غونډه جوړوی.
دغه راپور په افغانستان کې د تېرو درېیو میاشتو وضعیت څېړی او په افغانستان کې د دغه سازمان پر ممکنه لارو چارو او اقداماتو بحث کوی.
د جون په ۲۱ مه د ملګرو ملتونو د بشری چارو د همغږۍ د دفتر د مالی او مشارکت مشرې لیزا ډوټن د امنیت شورا ته وویل چې اوس مهال په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونو خلک بشری مرستو ته اړتیا لری.
په همدې حال کې په دغه راپور کې ویل شوی، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشی مرستیالې روزمیری ډی کارلو د دوحې له غونډې وروسته ویلی ،
چې طالبانو د مصمم په غونډه کې د افغان مدنی ټولنې له غړو سره خبرې نه دی کړی.
خو طالبانو په ښکاره په بېلابېلو برخو کې د ښځو د حضور د اړتیا په اړه ویلی دی.
دې سازمان وړاندیز وکړ چې د دې شورا غړی کولی شی، د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې له استازو، د بشری حقونو له ځانګړی راپور ورکوونکی، د بشری حقونو د عالی کمیشنرۍ له دفتر او د افغانستان د مدنی ټولنې له استازو سره غیر رسمی ناسته وکړی.
په دغه راپور کې ویل شوی چې په دې غونډه کې به د ښځو په وړاندې د دغې ډلې د تګلارو او چلند له امله پر طالبانو د فشار راوړلو په اړه بحث وشی.
دښځوو خبرې آژانس
- نویسنده : د افغانستان د ښځو خبري اژانس
- منبع خبر : د افغانستان د ښځو خبري اژانس