هسپانوی رسنیو اعلان کړی،
چې په دغه هېواد کې یوې ادارې د دغې ډلې له خوا د بشری حقونو د پراخو سرغړونو له امله د طالبانو د چارواکو د محاکمې غوښتنه کړې ده.
هسپانوی دیپلومات د سه شنبې په ورځ د سپتمبر په ۱۳مه خبر ورکړ چې د «MásDemocracia» په نوم سازمان د طالبانو د مشرانو د محاکمې د پاره لاسلیکونه راټولوی.
دغې ادارې د هاګ له محکمې غوښتی، چې د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو “زبردستی” د “بشریت ضد جرم” په توګه اعلان کړی.
ویل کېږی چې طالبان په تېرو درېیو کلونو کې د نړیوالو سازمانونو او ځینو هېوادونو له خوا د بشری حقونو په ځانګړی ډول د ښځو او نجونو له حقونو په سرغړونې تورن شوی دی.
دا غوښتنه په داسې حال کې راپورته کېږی چې د بشری حقونو د څار ادارې تېر کال په یوه راپور کې اعلان وکړ چې د طالبانو له خوا د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی د بشریت ضد جرم د بېلګې په توګه باید د هاګ محکمې له خوا وڅېړل شی.
دغه بنسټ هغه مهال ویلی و چې د طالبانو چارواکی باید هر ډول ظلم او تبعیض ته د پای ټکی کېږدی چې ښځې او نجونې له خپلو اساسی حقونو بې برخې کوی.
همدارنګه د ۲۰۲۲ کال په اکتوبر میاشت کې د جرمونو نړیوالې محکمې خپل څارنوال ته اجازه ورکړه چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د بشری حقونو وضعیت وڅېړی.
د یادونې وړ ده، چې طالبانو د خپلې درې کلنې واکمنۍ پر مهال د هېوادوالو پر وړاندې بې شمېره تاوتریخجنې کړنې ترسره کړې او ښځې یې له تعلیمی، سیاسی او اقتصادی برخو څخه بې برخې کړې.
دښځوو خبرې آژانس
- نویسنده : خبرگزاری زنان افغانستان
- منبع خبر : خبرگزاری زنان افغانستان