په کندهار محلی سرچینو وایی، په دې وروستیو کې طالبان په دغه ښار کې پر عمومی لارو ځوانان د ږیری خریلو یا ماشین کولو، د سر ورېښتانو جوړولو او نورو مختلفو بهانو راګرځوی او د سړک په غاړه یې د دوو ساعتونو لپاره جزایی کېنوی.
په کندهار کې د ځوانانو ترمنځ نفستنګی اوج ته رسېدلې ده او تر هر بل ولایت دغلته په هره برخه کې د طالبانو ظالمانه مقررات سخت تطبیقېږی.
په ورته مهال له کندهاره یوې ښځینه لوستونکې چې زده کړې یې پر نیمایی پاتې دی وویل، په نورو ولایتونو کې د نجونو لپاره پټ ټولګی جوړ شوی دی چې طالبان یې هم ډېره پلټنه نه کوی، خو په کندهار کې د نجونو د پټو ټولګیو معلومولو لپاره طالبانو د عملیاتو ځانګړې قطعه جوړه کړې ده، که پټ ښځینه ټولګی کشف کړی، عاملین یې مجرمان بولی او زندان ته یې لېږی.
تر دې وړاندې زاویه نیوز ته له کندهاره سرچینې ویلی وو چې کندهار کې د امر بالمعروف ریاست په مسجدونو کې خلکو ته امر کړی چې له خپلو ښځو دې غټ موبایلونه واخلی او له کورونو دې ټلوېزونونه وباسی.
همداراز په دغه ښار کې د میاشتې څو ځله پرته له محرمه د ښځو ګرځېدو باندې د ۴۰ افغانۍ جریمې تر څنګ له موټرونو ښځینه او نارینه را ښکته کېږی او جلاجلا پوښتل کېږی چې تاسو یو د بل څه کېږئ!
دافغانستان شځو خبری اژانس
- نویسنده : د افغانستان د ښځو خبري اژانس
- منبع خبر : د افغانستان د ښځو خبري اژانس