دلبنان دقضیې له وېرې طالب جنګیالیو ته هم دمخابرو لرې کولو امر شوی 
دلبنان دقضیې له وېرې طالب جنګیالیو ته هم دمخابرو لرې کولو امر شوی 
په لبنان کې د حزب الله ډلې د جنګياليو «پيجر» مخابرو کې تر چاودنو وروسته طالبان هم وارخطا شوي او د مخابرو، ځيرکو موبایلونو او امنيتي سيستم پر بیاکتنې بوخت دي. 

په لبنان کې د حزب الله ډلې د جنګیالیو «پیجر» مخابرو کې تر چاودنو وروسته طالبان هم وارخطا شوی او د مخابرو، ځیرکو موبایلونو او امنیتی سیستم پر بیاکتنې بوخت دی.

سرچینو وایی په هرات، فراه او ننګرهار کې حد اقل د دریو پوستو طالب جنګیالیو د نوم نه ښودو په شرط تائید کړه، چې په لبنان کې د «پیجر» مخابرو تر چاودنو وروسته ورته د مخابرو لرې کولو او پر ځای یې د امنیتی معلوماتو د تبادلې لپاره له وټس اپ ګروپونو څخه د استفادې امر شوی دی: «یو دلیل دا چې زموږ په مخابرو کې هم چاودنې ونشی او دویم دا چې د مخابرو هک کېدو امکان ډېر دی او نور د استخباراتی – امنیتی معلوماتو د تبادلې لپاره مخابرې خوندی وسیلې نه دی.»

دغه راز په کابل کې د طالبانو له امنیتی ادارو څخه هم تازه معلومات دا دی، چې تر اوسه د ځیرکو یا د طالب جنګیالیو په وینا، د غټو موبایلونو د استفادې خوندیتوب یقینی کولو لپاره درې جلسې شوې دی او کندهار هم د دې تصمیم پر ارزولو غور کوی، چې که په ادارو کې د ځیرکو موبایلونو استفاده منع شی، نو د اداری چارو د پر مخ وړلو لپاره به بدیل څه شی وی: «کندهار سمدستی په ځینو حساسو ادارو کې د ځیرکو موبایلونو د بندولو پر طرحې جدی بحث روان کړی دی.»

په لبنان کې اسراییلی استخباراتو د حزب الله ډلې د مخابرو سیستم کې چاودنې وکړې او له خپل نفوذ څخه په استفادې یې د سولر تختو، د برېښنایی حاضرۍ سیستم او د نورو برېښنایی توکو سیستم مختل کړ او ورپسې یې د تېرې شپې په بریدونو کې د حزب الله د وسلو ډیپلوګانې هم په راکټونو ویشتلې دی.

 

 

دافغانستان ښځو خبری اژانس

  • نویسنده : د افغانستان د ښځو خبري اژانس
  • منبع خبر : د افغانستان د ښځو خبري اژانس