دنجونو دتعلیم بندیزبه دمور او ماشوم مړینه ۵۰٪ زیاته کړی
دنجونو دتعلیم بندیزبه دمور او ماشوم مړینه ۵۰٪ زیاته کړی
د ملگرو ملتونو د ښځو برخې مشره سیما باهوس وایي که افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو بندیز دوام وکړي، تر ۲۰۲۶ کال پورې به ټول هیواد کې د مور او ماشوم مړینه تر ۵۰٪ سلنې پورې لوړه شي. 

د ملگرو ملتونو د ښځو برخې مشره سیما باهوس وایی که افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو بندیز دوام وکړی، تر ۲۰۲۶ کال پورې به ټول هیواد کې د مور او ماشوم مړینه تر ۵۰٪ سلنې پورې لوړه شی.

نوموړې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په وینا کې زیاته کړې چې د نجونو پر تعلیم د بندیز دوام په دې معنی دی چې زرګونه افغانې میندې به د زېږون پر وخت ومری او په افغانستان کې د مور او ماشوم بد وضعیت به لا پسې ترینګلی شی.

په تېره جون میاشت کې د روغتیا نړیوال سازمان راپور ورکړی و چې افغانستان کې هره ورځ ۲۴ میندې او ۱۶۷ نوی زېږېدلی ماشومان مری.

مېرمن باهوس په افغانستان کې د نجونو روانی وضعیت بد بللی او ویلې یې دی چې نږدې ۹۰٪ افغانې نجونې له روانی پلوه بد وضعیت سره مخ دی او اکثریت نورې یې وایی چې روانی وضعیت یې ورځ په ورځ خرابېږی.

نوموړې همدارنګه ویلی، ۶۴٪ افغانې ښځې او نجونې له کوره د وتلو پر وخت ځان خوندی نه احساسوی او اندېښنه یې ښودلې ده چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر نوی قانون به دا سلنه نوره هم لوړه کړی.

د یادونې وړ ده چې په دې نوی قانون کې د مېرمن مخ او غږ ستر ګڼل شوی دی او ښځې په کې په عامه ځایونو کې له خندا کولو، په لوړ غږ غږېدو او ځینو نورو چارو منع شوې دی.

طالبانو پر افغانستان له بیاواکمنېدو وروسته د نجونو لیسې او پوهنتونونه بند کړی، خو خلک نیوکه کوی چې که دا بندیز دوام وکړی، څو کاله وروسته به هیواد کې ښځینه ډاکترانې او نورې روغتیایی کارکوونکې نه پیدا کېږی چې دا به افغانو ښځو ته لویې او تلپاتې ستونزې جوړ کړی.

 

دافغانستان ښځو خبری اژانس

 

  • نویسنده : د افغانستان د ښځو خبري اژانس
  • منبع خبر : د افغانستان د ښځو خبري اژانس