دنړۍ له هیوادنو د فایق غوښتنه;پرطالبانو بندیزونه وضع کړٸ څو دښځو په وړاندې ځپونکی پالیسیو ته بدلون ورکړی
دنړۍ له هیوادنو د فایق غوښتنه;پرطالبانو بندیزونه وضع کړٸ څو دښځو په وړاندې ځپونکی پالیسیو ته بدلون ورکړی

خبرگزاری زنان افغانستان: ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمی استازی نصیر احمد فایق د یاد سازمان غونډې کې چې د افغان نجونو او د ښځو د وضعیت په اړه جوړه شوې وه د نړۍ له هیوادونو څخه وغوښتل چې د ښځو په وړاندې د طالبانو سرکوبونکو پالیسیو د بدلون لپاره پردوى بندیزونه زیات کړی څو […]

خبرگزاری زنان افغانستان: ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمی استازی نصیر احمد فایق د یاد سازمان غونډې کې چې د افغان نجونو او د ښځو د وضعیت په اړه جوړه شوې وه د نړۍ له هیوادونو څخه وغوښتل چې د ښځو په وړاندې د طالبانو سرکوبونکو پالیسیو د بدلون لپاره پردوى بندیزونه زیات کړی څو د ښځو حقونه تأمین شی.

ښاغلی فایق یادې غونډې ته پخپلې وینا کې وویل په افغانستان کې د ښځو د حقونو په اړه ټولو قوانینو چې ددوى د حقونو څخه د ملاتړ په موخه نافذ شوی و دطالبانولخو په لغوه کولو یې د ښځو د حقونودخوندیتوب په برخه کې د قضایی مصٶنیت خلا رامنځته کړې چې دوى یې اجباری ودونو او کورنی تاوتریخوالی ته اړ ایستلی دی.

ده همداراز وویل چې کله چې ښځې د کورنی تاوتریخوالی په اړه افغانی محکمو ته شکایت وکړی ددوى شکایتونو ته د رسېدو پرځاى مجازات کیږی.

هغه وویل چې له دښځو په کاربندیز هغه ښځې ډېرې اغېزمنې کړی او د خوراکی توکو د بحران سره مخ کړی چې د کورنی سرپرستی ورترغاړې وه.

په وینا یې د طالبانو ځپونکو اقداماتو افغان ښځې د کړکېچ سره مخ کړی.

هغه د نړۍ له هیوادونو وغوښتل باید د افغانستان له ښځو او نجونو سره په پیوستون

کې خپل غږ پورته کړی، د ښځو د حقونو او کرامت د تامین لپاره نه ستړی کیدونکی

هلې ځلې وکړی او دجنسیتی تبعیض په رسمیت پیژندلو سره په یوه غږ او دریځ سره پر طالبانو فشار راوړی څو د ښځو په وړاندې ځپونکې پالیسیو ته بدلون ورکړی.

هغه همدا راز په نړیواله ټولنه غږ وکړ چې

خپل مکلفیتونه ترسره او د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغان ښځو او نجونو د کړاوونو

د پای ته رسولو لپاره سره متحد شی او د “هیڅوک باید یوازې پرې نه ږدو” شعار په حقیقت بدل کړی.