پنځلس کاله وړاندې دافغانستان په ۳۴ ولایتونو کی دینی مدرسی شتون درلود ، په هر ولایت کې به ۱۶ ښوونځی موجود وه.
خو نن که دا ډول ویش وشی هر ولایت به ۵۰۸ دینی مدرسی ولری ،
ځکه دطالبانو درژیم پر مهال ددینی مدرسو شمیر په چټکی سره ۱۷۳۰۰ ته لور شوی دې .
کندهار چی دطالبانو دډلی دمشر تابه اصلی مرکز دی ،د ۱۶۸۶ ښونځیو دارالحفاظ او دارالعلوم په درلودلو سره داسلامی زدکړو تر ټولو زیات دولتی مرکزونه لری.
دا په څه باندې دوو لسیزو کی لومړی ځل دی چې ددینی مدرسو شمیر ددولتی ښوونځیو څخه دیرېږی.
په افغانستان کې دطالبانو دواکمنئ له درېیو کلونو راهیسی دغې ډلې په پراخه کچه د دینی مدرسو (د دیوبندیانو پر تعلیماتو) دجوړولو کارپیل کړی دی.
دماشومانو دساتنی داتکلونو له مخی دښوونځیو جوړولو ته دطالبانو پام او دښوونځیو او عصری زدکړو ته نه پاملرنې دافغانستان دعصری زدکړو نظام دسقوط له ګواښ سره مخ کړی دی .
دښځوو خبرې آژانس
- نویسنده : د افغانستان د ښځو خبري اژانس
- منبع خبر : د افغانستان د ښځو خبري اژانس