د نوبل سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ وایی د طالبانو پر وړاندې د افغانو مېرمنو مبارزه الهام وربښی او زیاتوی چې افغانې مېرمنې د طالبانو پر وړاندې د مقاومت اصلی ځواک دی.
ملاله د افغان نجونو او مېرمنو په ملاتړ یوه خپاره شوی پیغام کې وایی، طالبانو د ښځو پر وړاندې یو ظالمانه کمپاین پیل کړی، افغانې مېرمنې یې له مشارکت منع کړی او د کار، زده کړو او ژوند حق یې ترې اخیستې دی.
نوموړې افغان مېرمنو ته ډاډ ورکوی چې هغه او د نړۍ ډېر خلک یې ترڅنګ ولاړ دی او په ګډه به مبارزه کوی چې طالبان ځواب ورکوونکی شی او زیاتوی «تر څو چې ستاسې حقونه احیاء نه شی، موږ غلی نه کېنو».
یوسفزۍ همدارنګه له ټولو فعالانو او بنسټونو غوښتنه کوی چې پر خپلو دولتونو فشار راوړی څو طالبان د خپلو کړیو جنایتونو ځواب ورکولو ته حاضر کړی.
دافغانستان ښځو خبری اژانس
- نویسنده : خبرگزاری زنان افغانستان
- منبع خبر : خبرگزاری زنان افغانستان