د ۲۰۲۱ کال د اگست څوارلسمه نیټه وه سهار مو دفتر کې په عادی ډول کار پیل کړ د غرمې په وخت کی ملگرو وویل نن دوه بجې ولسمشر محمد اشرف غنی ملت ته مهمه وینا کوی د لمانځه وروسته د جلسې په هال کې کښیناستو دوه بجې شوې او ملی تلویزیون کې ولسمشر د […]
د ۲۰۲۱ کال د اگست څوارلسمه نیټه وه سهار مو دفتر کې په عادی ډول کار پیل کړ د غرمې په وخت کی ملگرو وویل نن دوه بجې ولسمشر محمد اشرف غنی ملت ته مهمه وینا کوی د لمانځه وروسته د جلسې په هال کې کښیناستو دوه بجې شوې او ملی تلویزیون کې ولسمشر د تلویزون په سکرین راښکاره شو او وضعیت یې پریشانه ښکاریدو څو لنډې خبری یې وکړې مهمه یې دا وه چی د افغانستان د ملی شخصیتونو سره خبری روانې دی ډیر زر به ملت سره پایلې شریکې شی ټول همکاران ناهیلی خپلو دفتر خونو ته ننوتلو او کار مو د تیر په څیر پیل کړ داسې گنگوسې وې چې په راتلونکو ۷۲ ساعتو کی د دولت مخالفین پلان لری د کابل ښار په ځینو ناحیو کی امنیټ گډوډ کړی د وضعیت تحلیل چا نشوای کولای کورو ته لاړو سبا چی د اگسټ ۱۵ نیټه وه دفتر کی مو په نارمل ډول کار پیل کړ چون موږ په ملکی بخش کې کار کاوا نه پوهیدو څه روان دی د ورځی ۹ بجی شوی ملگرو ته می وویل که په بانک کی پیسی لری وضعیت سم نه ښکاری د خرڅ لپاره پیسی وباسی دفتر ته نژدی د پیسو اتومات ماشین وو هلته اوږد لین ولاړ وو محدودې پیسې مو واخیستې بیرته دفتر ته راغلو خبر راغی چی طالبان د کابل په دروازو کی ولاړ دی د ورځې لس بجې نوی خبر راغی چې طالبان د پنځمې حوزې اړوند سیمې کوټه سنگی ته راورسیدل د دفتر څخه راووتو ټولو خلکو منډې وهلې خدای شته موږ هم وارخطا شوو ټولې د موټرو عمومی لارې بندې وې خو زه په فرعی سرکو له دالامان څخه تر دهن باغ پورې په دریو ساعتو کی ورسیدم یوه کوټه کې تنها کښیناستم د ورځی دری بجې وې تلویزون می چالان کړ خبر راغی چی ولسمشر اشرف غنی د نژدې ملگرو سره نامعلوم ځای ته په یوه الوتنه کی له هیواد وتلی پدې وخت کی د افغانستان راتلونکی او د افغانانو د نامعلوم برخلیک په اړه دومره خفه شوم چی حد نلری هره لحظه می فیسبوک، ټویټر او تلویزون تعقیب کاوا چی د کابل له حالاتو خبر شم هری خوا ته هوایی فیرونه روان وو کورته لا نه یم رسیدلی هره لحظه زنگ وهم تلیفونی شبکی سم کار نه کوی د کور څخه یې اطمینان راکړ چې هر څه سم دی مگر زیاته یې کړه چی دی ځای ته یې په یو نظامی موټر کی څو امنیتی جسدونه راوړل او دولتی امنیتی کسان په کوڅو کی گرځی دوه ساعته وروسته خبر راغی چی طالبان ارگ ته داخل شول ماښام د طالبانو یوې ډلی په ارگ کی یوه ویډیو نشر کړه کوم ځای کی چی اشرف غنی به کښیناست هرې خواته ته فیرونه روان دی ځینې تلویزونی شبکو د چور چپاول راپورونه ورکړل او طالبان د هغه دولتی او امنیتی کسانو کورو ته ورغلل چی صلاح او دولتی موټر ورسره وو د ځینو څخه یئ صلاح او موټر یوړل.
د شپی ۸ بجی وی چی یو ځوان دروازه و ټکوله او زما ورور ته یې وویل چی راځه که کاناډا ته ځی دلته زموږ گاونډیان لاړل ماته یې وویل موټر درسره دی راځه موږ تر هوایې ډگر پورې ورسوه ما زړه نا زړه ورته هو وویل کله مو چی حرکت وکړ پنځه شپږ تنه شول د هوایی ډگر په سرک چې کله د کورنیو چارو وزارت ته ورسیدو طالبان لا وزارت ته نه وو داخل شوی هوایی ډزې یې کولې چیغې یې هم ورسره وهلې ملگرو ته مې وویل بیرته گرځو ټولو وویل دومره راغلی یو ځو مخکی چی لاړو د هوایی ډگر دروازه کې سخت بیروبار وو هوایی ډزې روانې وې چې موټر مې ودراوا ځوانان کښته شول دومره په منډه که وو چی د موټر دروازې یې خلاصې پریښودې ما ته یې وویل نور ته ځان کور ته ورسوه ما چی بیروبار ولید فکر می وکړ شاید داخل نشی څو دقیقې د هوایی ډگر څخه په لرې فاصله کی ودریدم بیروبار لحظه په لحظه ډیریدو د سرک په سر سوالگرو هم هوایی ډگر ته منډې وهلې له لږ ځنډ وروسته مې ملگرو ته زنگونه ووهل تلیفونو ته یې ځواب ونه وایه د کور په طرف مې حرکت وکړ د نیمی لاری نه بیرته راوگرځیدم د ځان سره می وویل شاید بیرته راووزی څو دقیقی به نور هم ودریژم پدې وخت کی زنگ راغی چی هغه ځوانان په طیاره کی ناست دی ته موټر یو چاته وسپاره ته هم ورشه ما وویل زه تصمیم نلرم فقط اطمینان راکړه چی زه د هوایی ډگر څخه د کور په طرف لاړ شم که منتظر اوسم شپه خطرناکه وه پدی وخت کی د همدغه ځانانو څخه یوه زنگ وکړ ویل یې چیری یې ؟له موږ څخه یو تن زخمی شو پوه شوم خو د تأکید په خاطر می ورته وویل سم ووایه څه کیسه ده؟ ویل یې که تللی وې راوگرځه چې پلانی په هوایې ډزو کې زخمی دی پانسمان یې روان دی ما ویل ورور می چیرې ویل یې هغه همدلته وا نه پوهیژم چیرې به وی دغه ځوان چی زخمی ته ولاړ دی بیا یې زنگ وواها چیری یې پلانی خو شهید شو ………….ما ورته وویل د خدای د پاره دا څه اورم ومې ژړل ورته ومی ویل زما ورور چیری هغه هم شهید شو ؟ ویل یې نه هغه نشته مخکی می ولیدا، لنډه دا چی د شپی ۱۲:۳۰ بجی دی د شهید جنازه یې راویسته د کور په طرف مو راوړه دلته مو په یوه دفتر کی تر سهاره کیښود د شپې دوه بجی دی د شهید ورور یې خپل کاکا ته زنگ وهی کاکا یې خبر کړ او د سبا لپاره ورته وایی پسونه واخله خیرات وکړی موږ سهار وختی در روانیژو دې حالت دومره تاثیر راباندې وکړ چی د ژوند خوند بیخی لاړ سبا د لمانځه په وخت یې د شهید جنازه د وطن په طرف انتقال کړه او خاورو ته یې وسپارو.انالله واناالیه راجعون
د اگست ۱۶ مه ورځ ټول کابل غیر له هوایې ډگر د طالبانو په لاس کې دی په ښار کی یو یو ټکسی له ځنډ وروسته تیریژی او نظامی موټر په چټکی یوی او بلی خواته گرځی خال خال ډزی هم کیژی د کابینی ډیری وزیرانو د حامد کرزی هوایی ډگر ته ځانونه رسولی وو ډیری یی د مخه د افغانستان څخه وتلی وو
وروسته د طالبانو د اسلامی امارت دوره پیل شوه چی د دې دورې د پیل سره د نجونو د منځنی او عالی دورې ښوونځی پکې بند شول دې چارې د افغانستان د تعلیمی نظام لپاره سخته ضربه ورسوله، ښځې له کاره منع کړل شوې، د افغانستان بانکداری سیستم فلج شو، نړیوال تجارت بند شو، د منطقې او نړی سره دیپلوماتیکې اړیکې وشلیدې او د افغانستان ارزی ذخایر چی ۹ ملیارده امریکایی ډالرو معادل دی د امریکا د متحده ایالاتو لخوا کنگل شول د دوحې تړون تطبیق نشو او ډیر نور داسې عوامل دی چی د افغانستان غریب او مظلوم اولس یې د جدی فقر سره مخامخ کړ، د فقر او بیکاری گراف پیک ته ورسید.
افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی هیڅ قوم او قبیله پر بل برتری نلری راځٸ افغانستان په گډه جوړ کړو تعصب ورور
وژنې ته نه ووایو!
د یو پرمختللی افغانستان په هیله.
لیکونکى:عبدالصبور نوری