په ننګرهار کې د امربالمعروف او نهى عن المنکر ریاست لخوا خیاطانو ته ویل شوی چې د ښځینه و نافونه مه اخلٸ. تېره ورځ د طالبانوامربالمعروف او نهى عن المنکرریاست مسولین ښار کې د خیاطانو دوکانونو ته ورغلی او خیاطانو ته یې خبردارى ورکړى چې ورسته لدې دې د ښځینه و د بدن اندازه د […]
په ننګرهار کې د امربالمعروف او نهى عن المنکر ریاست لخوا خیاطانو ته ویل شوی چې د ښځینه و نافونه مه اخلٸ.
تېره ورځ د طالبانوامربالمعروف او نهى عن المنکرریاست مسولین ښار کې د خیاطانو دوکانونو ته ورغلی او خیاطانو ته یې خبردارى ورکړى چې ورسته لدې دې د ښځینه و د بدن اندازه د جامو ګنډلو لپاره نه اخلی.
لدې څخه وړاندې په هرات کې د طالبانو امربالمعروف او نهى عن المنکر ریاست پنځه غړو ښځینه و خیاطانو ته خبردارى ورکړى و چې نور دې خیاطى نه کوی.
دوى همداراز خیاطو میرمنو ته ویلی و چې ستاسې کار حرام دى او ورسته لدې دې فعالیت نه کوی.