د افغانستان ختیځ کې د ښځې د اوسلو غونډې ته په کوم نظر وینی؟:
د افغانستان ختیځ کې د ښځې د اوسلو غونډې ته په کوم نظر وینی؟:

هغه غونډه چې د ناروې په کوربتوب په اوسلو ښارکې دوه یوه ورځ مخکې جوړه شوې لا جریان لری. په یاده غونډې کې طالبانو سربېره د افغانستان او نړۍ څخه نورافغانانواویوشمیر ښځې هم په رسمی توګه بلل شوی.په افغانستان او متحده ایالاتو کې د غیر انتفاعی نادولتی موسسې او د آزادۍ ایتلاف مشره حبیبه آشنا […]

هغه غونډه چې د ناروې په کوربتوب په اوسلو ښارکې دوه یوه ورځ مخکې جوړه شوې لا جریان لری.
په یاده غونډې کې طالبانو سربېره د افغانستان او نړۍ څخه نورافغانانواویوشمیر ښځې هم په رسمی توګه بلل شوی.په افغانستان او متحده ایالاتو کې د
غیر انتفاعی نادولتی موسسې او د آزادۍ ایتلاف مشره حبیبه آشنا وایی(د اوسلو د ناستې څخه د ښځو توقعات بې انتها کم دی،ځکه کله
چې د اوسلو ناسته جوړېدله او هغه ښځې چې دغې غونډې ته بلل کېدلې په ډېر پټ رقم بلل شوې،دا میرمنې نسبت په کومې ستراتیژۍ او د چا په مشوره هلته غوښتل شوې؟ د کومو افغانو ښځو سره پرې مشوره شوې؟
داسې هیڅ کوم میکانیزم موجود نه و چې پر اساس یې میرمنې اوسلو ته تللې دی، دا په دې معنا نه ده چې په اوسلو غونډې کې افغان میرمنې د ښځو استازولی نه کوی بلکې مونږ خوښې یو چې دوى هلته دی،اما په کوم پټ رقم چې اوسلوغونډې ته ښځې غوښتل شوې دی ډیرى ښځې خفه دی ولې طالبانو د یو حکومت او دولت په رقم بلنه ورکول شوې چې د خپلمنځی مشورو له مخې د یو ټیم په شکل ډېر منظم هلته تللی دی مګر ښځې داسې مرموز شکل بلل شوې دی چې د یوبل نه خبرې نه وې. دلیل دا دى چې مخکې له مخکې اجنډا او ستراتیژی نه ده ورکول شوې.نوبناً دغه غونډه د ښځو لپاره نه وه اونه به د ښځود حقونو په برخه کې کومه مثبته اغېزه ولری.)
د راپورونو له مخې پنځلس تنه افغان میرمنې نوموړې غونډې ته رابلل شوې دی او چې پرون یې د طالبانو سره هم مخامخ خبرې کړی.
پرون د اوسلوښار په سوریا موریا هوټل کې هدا خموش د طالبانو سره په خبرو کې وویل چې د ښځو په استازولۍ ورسره خبرې کوی،د هغو ښځو په استازولۍ چې روزمره په افغانستان کې وژل کېږی،شکنجه او ځورول کېږی.
خود افغانستان په ختیځ کې یو شمیر افغانې میرمنې د اوسلو غونډې ته خوشبینې دی او تمه لرې چې دا غونډه به که څه هم د طالبانو په پلاوی کې یوه ښځه هم نشته خود ښځو اساسی حقونواو آزادۍ،بیان ازادۍ،سیاسی مشارکت،زده کړو او په دفترونو کې د ښځینه کارکولو په برخه کې مٶثره تمامه شی.
دا چې څومره به د اوسلو غونډه د ښځو دحقونو په برخه کې ګټوره تمامه شی دې ته به وخت ځواب ووایی.