ښاغلی رییس، جلالتمابانو او د مدنی ټولنې همکارانو! زه د یوه داسې وطن یم چې تر شپږمه ټولګې پورته پکې نجونې د زدهکړو حق نه لری او د نړۍ پر مخ د ښځو لپاره تر ټولو ناوړه وطن بلل کېږی. زه یلدا روان یم او د افغانستان یم! زه د همدې وطن د ښځو د […]
ښاغلی رییس، جلالتمابانو او د مدنی ټولنې همکارانو!
زه د یوه داسې وطن یم چې تر شپږمه ټولګې پورته پکې نجونې د زدهکړو حق نه لری او د نړۍ پر مخ د ښځو لپاره تر ټولو ناوړه وطن بلل کېږی. زه یلدا روان یم او د افغانستان یم!
زه د همدې وطن د ښځو د حقونو لپاره کار کوم.
دلته د ښځو د بشری سازمان (VOICE Amplified) استازیتوب کوم او په دې سربېره، د افغان مېرمنو لپاره د عدالت غوښتنې د ګروپ بنسټ اېښووونکې غړې یم.
نن بیا راباندې د غم ورځ ده، ځکه د هېواد په دوو ولایتونو کې مې خلک د زلزلې له امله تر خاورو لاندې شوی، موږ دغه درد ډېر لیدلی، موږ ډېر ځله په یوه ورځ کې ډېر شمېر قبرونه کیندلی.
ښاغلی رییس!
افغان مېرمنو تاسې ته له وړاندې خبرداری درکړی و چې طالبان درواغ وایی چې ګواکې د ښځو حقونو ته درناوی لری، اما تاسې دغه خبرداری بابېزه وباله او دا دی اوس موږ مېرمنې ستاسې او دلته د ناستو کسانو د همدې بېغوری لوړ تاوان پرې کوو او یو بېخی ناوړه حالت تېروو.
اوسنی ناورین
له هغې ورځې چې طالبانو افغانستان اشغال کړی، موږ تر بدو بترې ورځې وینو، له خپلو بشری حقونو بې برخې شوې یوو، پر مېرمنو پرلهپسې ظلمونه شوی، لوږې ځپلې دی او له طالبانو وېره د دې لامل شوې چې مدنی فعالانو او خبریالانو خپل فعالیتونه درولی.
طالبانو له تېر اګسټ راهیسې تر اوسه پورې یوازې د ښځو پر ضد تر دېرش زیات فرمانونه صادر کړی چې یوازې د ګوتو په شمار یې نړیوالو رسنیو خپاره کړی، پاتې نور یې یوازې پر موږ عملی شوی او نړۍ نه ده را خبره شوې.
طالبانو دغه ټولو فرمانونو پر موږ په جبر تپلی، یوازې یوه بېلګه یې دلته یادوم!
په همدې تېر اپرېل کې طالبانو په مزار شریف کې یوه ځوانه دایی په شکنجو ووژله. غبرګې پښې یې ځنې پرې کړې، په چړو یې ووهله او بیا یې دوولس ډزه ویشتې وه، دا ځکه چې ښځه وه او بیا په ښځو کې هزاره مېرمن وه، اما افغانې مېرمنې بیا هم د جبر پر وړاندې ودرېدې او د سر په بدل یې د خپلو بشری حقونو په دفاع کې خپل غږ اوچت وساته.
طالبانو په دې سربېره، سلګونه پخوانی حکومتی چارواکی او هر هغه څوک چې د دوی د جبر پر وړاندې درېدلی په نښه کړی، شکنجه کړی او یا وژلی دی.
په پنجشېر، بغلان، او تخار کې د تاجکانو په بېرحمی نیول، وژل، ځورول او له خپلو کورونو شړل لا هم روان دی.
د روان کال د جون په لسمه، طالبانو په پنجشېر کې د زمان الدین په نامه یو تاجک زدهکوونکی او د هغه ورور ونیول. له دوی څخه یې د مقاومت د جبهې په اړه مالومات غوښتل، خو هغوی چې مالومات نه لرل، له یوه یې غوږونه پرې کړل، په سترګو یې وویشت او بیا یې له غره وغورځاوه، دا بل ورور یې هم ور وواژه.
دغه د طالبانو اصلی څېره ده او په همدې حالت له تاسې مشروعیت او په رسمیت پېژندل غواړی!
د روان کال له مارچ راهیسې کوچیانو پر هزاره افغانانو په بهسودو، مالستان، جاغوری او شیخ علی ولسوالیو کې ګڼ بریدونه کړی چې د ځایی فعالانو د راپورونو پر بنسټ، ۳۱ کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې، سلګونه کورونه سوځول شوی، ۲۱ کسان برمته نیول شوی او د ځینو مړی ژوندی نه دی مالوم.
یوازې په تېر اپرېل کې پر هزاره افغانانو ۸ چادونې وشوې، د ملګرو ملتونو سیاسی استازولی (یوناما) د دغو بریدونو په غندلو کې حتا د قربانیانو ملیت هم یاد نه کړ، ښایی دا به ورته بابیزه ښکارېده.
زه له امنیت شورا غواړم چې دغه وژنې دې، نسل وژنه وبولی، ځکه دغه ټول جرمونه په کلی یا جزیی توګه د یوه ملت، توکم، نژاد او مذهبی ډلې د له منځه وړولو لپاره شوی – یا تاسې ووایاست، څومره نور هزاره افغانان باید ووژل شی؟
د روان ناورین په حل کې د یوناما رول
په تېره مارچ میاشت کې امنیت شورا د یوناما د ماموریت په غځولو او د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون، انسانی حقونو ته په لومړیتوب ورکولو مهم ګام پورته کړ. که څه هم یوناما په تېر کې زموږ لپاره ناکامیابه وه؛ خو اوس دا تمه شته چې د افغانانو د حالت ښه کېدو لپاره، ارزښتناکې اسانتیاوې برابرې کړی.
یوناما تر اوسه د دغو ټولو بشړی سرغړونو، جرمنو او قتلونو چې ما یې یادونه وکړه، علنی راپور نه دی ورکړی او حتا د ۲۰۲۱ له جولای راهیسې یې د ملکی کسانو د خوندیتوب کوم راپور هم نه دی تر سترګو شوی.
په دې سربېره، په زیاتو پېښو کې یوناما د مرګ ژوبلې شمېرې ټیټې ښوولې دی.
د بېلګې په توګه یوناما په تېرو پنځو میاشتو کې د مقاومت له ملی جبهې سره د تړاو په تور د لسو کسانو د ناقانونه وژنې په اړه راپور ورکړی، خو د سیمې خلکو یوازې په تېرو دوو اوونیو کې د پنجشېر په سیند کې لس مړی موندلی دی.
په دې سربېره اوس ډېری افغانان په دې باور دی چې یوناما له طالبانو سره د کار کولو په بهیر کې بېپلوی نه ده ساتلې او د هغوی پر ظلمونو یې پرده اچولې ده. یوناما باید ژر تر ژره خپل علنی راپورونه په منظم ډول له سره پیل او په خپلو ټولو راپورونو کې د مالوماتو د کرهوالی او امانتداری اصل ته پام وکړی او د هېواد وضعیت پکې رښتینی وړاندې کړی.
موږ لا هم د افغانانو، طالبانو او نړیوالې ټولنې تر منځ، د ټولشموله خبرو اترو په برخه کې د یوناما چندان رغنده هڅې نه دی لېدلې چې افغانستان د سولې په لور بوځی.
یوناما ته ښایی چې د افغانانو د باور د بېرته تر لاسه کولو لپاره په راتلونکی سیاسی بهیر کې نه یوازې له طالب مشرانو سره ښکېلتیا، بلکې د افغان مېرمنو بېلابېلو بنسټونو او بهر مېشتو سیاسی څېرو ګډون ته لومړیتوب ورکړی.
یوناما مسوولیت لری چې په ټول هېواد کې، د ټولو افغانانو لپاره له تبعیض پرته د بشری مرستو همغږی وکړی.
طالبان لا هم د بشری مرستو په وېش کې د لاسوهنې هڅې کوی او غواړی چې یوازې خپلو پلویانو او سیمو ته بشری مرستی ورسوی، حال دا چې د ښځو په سرپرستی کورنۍ او منزوی قومی ډلې له دغو مرستو بې برخې دی.
دا هغه څه دی چې ثابتوی بشری حقونو ته احترام او بشری مرستې یو تر بل مهمې دی.
که یوناما د بشری مرستو د لېږد په برخه کې د حساب او روڼوالی په تضمین کې پاتې راشی، طالبان به په همدې مرستو خپلو ترهګرېزو فعالیتونو ته دوام ورکړی.
ښاغلی رییس!
که څه هم د افغانستان مدنی ټولنې د دې شورا پر ژمنو سختې بېباوره شوې؛ خو بیا یې هم پیغام یې دا دی چې د طالبانو د تشدد او جبر غندنه هله په درد خوری چې عمل هم ورسره ملګری شی.
اوس یوازې د افغانستان امنیت او ټیکاو له ګواښ سره نه دی مخ، بلکې د طالبانو واکمنی به زموږ هېواد یو ځل بیا د ترهګرو په ځاله بدل کړی او ټول پوهېږو چې د ترهګرو فعالیتونه بیا یوازې زموږ د هېواد تر پولو محدود نه پاتې کېږی.
زه له امنیت شورا څخه د لاندې ګامونو پورته کولو غوښتنه لرم:
۱. که په راتلونکیو ۶۰ ورځو کې د ښځو د حقونو برخه کې پرمختګ را نهغی، د طالبانو پر ټولو مشرانو، د ټولو بندېزونو معافیت ختم کړئ.
د دوشنبې په ورځ امنیت شورا د ۱۳ طالب مشرانو پر سفر د بندیز معافیت وغځاوه. له دغه معافیت څخه د سید احمد شهیدخېل او عبدالباقی بصیر ایستل او د معافیت د مودې راکمول مثبت ګام ګڼو، خو د افغانستان مدنی ټولنې په دې خواشینې دی چې امنیت شورا طالبانو ته لا کلکه ګوتڅنډنه نه ده کړې چې که له بشری حقونو سر غړوی، په راتلونکی کې به ورباندې د خبرو اترو ټولې دروازې تړل کېږی.
که افغانې ښځې په ازاده توګه نهشی ګرځېدلای؛ نو طالبان ولې ازاد وګرځی؟
تاسې باید په راتلونکیو دوو میاشتو کې د ښځو د حقونو په برخه کې د طالبانو تګلارې او کړنلارې له نږدې وڅارئ. که طالبانو د نجونو پر زدهکړو، د ښځو پر ګرځېدو، جامو او کار کولو محدودیتونه لېرې نهکړل، یا یې د ښځو د حقونو په برخه کې نور محدودیتونه ولګول او د ښځو د حقونو اړوند یې خپل وروستی فرمانونه بېرته وا نه خیستل؛ نو تاسې هم باید د طالبانو د مشرانو پر سفر او شتمنیو بندیزونه جاری وساتئ.
تاسې باید د استخباراتو د عمومی مشر عبدالحق وثیق او د دفاع وزارت د مرستیال فضل محمد مظلوم معافیت هم ختم کړئ. دغه دواړه کسان د بشری حقونو د مدافعینو او خبریالانو په نیولو، توقیف او ځپلو کې لاس لری.
۲. له یوناما څخه وغواړئ چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشی د نوی ځانګړی استازی له ټاکل کېدو سره سم، د ټول شموله او بین الافغانی مذاکراتو برابرولو ته لومړیتوب ورکړی.
د دوحې د پروسې، چې دې شورا هم تصویب کړې وه، لویه نیمګړتیا دا وه چې د مذاکراتو پر مېز یې افغانانو شتون نه درلود، نو د ټول شموله او بین الافغانی مذاکراتو غوښتنه د سولې لپاره یوازېنۍ ګټوره لار ده. یوناما باید په دغه بهیر کې د ټولو افغانانو ترڅنګ، د ښځو او ټولو قومونو ګډون یقینی کړی. د یوې خطرناکې او بې کفایته زورواکې ډلې په لاس کې د افغانستان پرېښوول به دغه هېواد د تلپاتې بېوزلۍ او تشدد پر لور بوځی.
۳. د ټولو هغو هڅو ملاتړ وکړئ چې طالبان د خپلو تېرو او روانو سرغړونو حساب ورکولو ته مجبوروی.
له افغانستان څخه د ځانګړی راپور ورکوونکی د ماموریت ملاتړ وکړئ او امکانات ورکړئ چې د هېواد ټولو برخو ته لاسرسی ولری. د حقیقت موندنې د ماموریت یا د بل کوم څېړنیز خپلواک مېکانیزم مرسته وکړئ چې په ټول هېواد کې، د هر چا له خوا چې وی، له بشری حقونو سرغړونې وڅاری، شواهد راټول کړی او راپور یې وړاندې کړی.
که امنیت شورا غواړی طالبان یا له بشری حقونو بل هر سرغړوونکی یې خبرې جدی وګڼی، نو د ښځو له حقونو د ملاتړ په برخه کې دی، له خپلو خبرو نه په شا کېږی.
له یومانا څخه د ورسپارل شوی ماموریت حساب وغواړئ او پر طالبانو د ښځو د حقونو په ننګه درانه بندیزونه ولګوئ.
د ګوتو په شمېر افغان مېرمنو تشې ستاینې او جایزې ورکول ودروئ. د دغې شورا غړی هم په ګډه او هم په تنهایی د پام وړ څه کولای شی. زه د یوې افغانې مېرمنې په توګه درڅخه د داسې ګامونو پورته کول غواړم چې د مېرمنو په درد وخوری، چې زما د وطن هر افغان ته د هغه له ګوتو وتلی کرامت او حق بېرته ورکړی.
ژوند ژوند