د افغانستان د روباټیک ټیم بنسټګرې او غړې رویا محبوب د ۲۰۲۲کال د دوحې ټولنې(دوحه فورم)کلنۍ غوره جایزه وګټله. یاده جایزه د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد الثانی لخوا رویا محبوب ته ورکړل شوه. د جایزې ګټونکې رویا محبوب پخپله ټویټر پاڼه لیکلی” زه د دې معتبرې جایزې په ترلاسه کولو ډیره خوښه او […]
د افغانستان د روباټیک ټیم بنسټګرې او غړې رویا محبوب د ۲۰۲۲کال د دوحې ټولنې(دوحه فورم)کلنۍ غوره جایزه وګټله.
یاده جایزه د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد الثانی لخوا رویا محبوب ته ورکړل شوه.
د جایزې ګټونکې رویا محبوب پخپله ټویټر پاڼه لیکلی”
زه د دې معتبرې جایزې په ترلاسه کولو ډیره خوښه او ویاړم. زه غواړم د زړه له تله له جلالتماب شیخ تمیم بن حمد الثانی څخه د هغه د ملاتړ او سخاوت لپاره په ځانګړې مننه وکړم. همدارنګه زه غواړم د ټولو خلکو څخه چې دا چاره یې ممکنه کړه د زړه له تله مننه کوم”
د افغان میرمنو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیری رویا محبوب ته د نوموړې جایزې ګټلو له امله مبارکی ورکړې او د هغې هڅې یې ستایلی
هغې پخپل ټویټرپاڼه لیکلی” ستاسو دکار پیژندل د افغانستان دنجونو د زده کړې اهمیت روښانه کوی. دا د یو بدل شوی او پر ځان بسیا افغانستان لپاره هیله او الهام دی.”
د قطر هیواد پر افغانستان د طالبانو له تسلط وروسته د روباټ جوړونکو دافغان نجونو کوربتوب کوی.
د دوحې فورم د دیپلوماسۍ خبرو او تنوع تر عنوان لاندې دیپلوماتیک فورم چې نن شنبه دقطر پلازمینې دوحې کې یې شلمه ناسته درلوده یاده جایزه یې په دې ناستې کې اغلې محبوب ته ورکړه.
د دوحې فورم جایزه په داسې حال کې افغانې نجلۍ ته ورکول کېږی چې په ټول افغانستان کې له یو میلیون څخه زیاتې افغان ښځینه زده کوونکې په ښوونځیو کې د طالبانو په امر له زده کړو محرومې شوی.
له دې وړاندې د افغانستان روباټیک ټیم غړوته امریکا د میړانې سپینومډال او هالنډ نوښتګرو ماغزو افتخاری مډال ورکړى و.