ریچارډ بینیټ په کاناډا کې له یو شمېر ښځو سره د دغه هېواد د بشری حقونو د وضعیت په اړه خبرې وکړې.
د افغانستان لپاره د کاناډا د ښځو ټولنې د ملګرو ملتونو د بشری حقونو د شورا د ځانګړی رپورټر ریچارډ بینیټ او په کاناډا کې د ښځو د حقونو له یو شمېر فعالانو سره د کتنې اعلان وکړ.
په افغانستان کې د بشری حقونو وضعیت په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو وضعیت د دې غونډې یو له مهمو موضوعاتو څخه وو.
د افغانستان لپاره د کاناډا د ښځو ټولنې د دې غونډې په تړاو په ایکس کې لیکلی: “په داسې حال کې چې دا ښځې لاهم د بیا میشتیدنې له ننګونو سره مخ دی، دوی د افغانستان لپاره کار ته دوام ورکوی او د خپلو خویندو غږ پیاوړی کوی.”
باید وویل شی، چې تر دې مخکې ملګرو ملتونو اعلان وکړ، چې د افغانستان لپاره د دغه سازمان د بشری حقونو د شورا ځانګړی استازی به د کاناډا له حکومت سره د بشری حقونو د کړکېچ په اړه د خبرو لپاره دغه هېواد ته سفر وکړی.
دافغانستان ښځو خبری اژانس
- نویسنده : د افغانستان د ښځو خبري اژانس
- منبع خبر : د افغانستان د ښځو خبري اژانس