د “انلاین ازادی” له ښوونځی څخه ۴۲ تنه فارغ شول
 د “انلاین ازادی” له ښوونځی څخه ۴۲ تنه فارغ شول
د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دې لېسې د استادانو او زده کوونکو په حضور کې د "انلاین ازادي" لېسې څخه ۴۲ تنه فارغ شول.

د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دې لېسې د استادانو او زده کوونکو په حضور کې د “انلاین ازادی” لېسې څخه ۴۲ تنه فارغ شول.

د “آنلاین ازادی” ښوونځی د “مېرمن حیدری” لخوا تاسیس شوی.

مېرمن حیدری وایی، دا ښوونځی یې په ۱۴۰۲ کال کې د طالبانو تر واکمنۍ دوه کاله وروسته جوړ کړ، څو هغه نجونې چې د زده کړو اجازه نه لری، زده کړې وکړی.

د هغه په ​​وینا، د دې ښوونځیو زده کوونکی د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه دی او ډېرى دغه زده کوونکی په نورو هېوادونو کې ژوند کوی.

د دغه ښوونځی بنسټګر وایی، دغه انلاین ښوونځى د ښوونکو، زده کوونکو او د یادو نجونو د کورنیو په همکارۍ فعالیت کوی،

چې لومړى یې د زده کوونکو د شمېر له زیاتېدو وروسته دویم ښوونځى جوړ، او دغه دوه ښوونځی یې جوړ کړل ، چی په دواړه ښوونځی کی دولس ټولګی شامل دی،

او هر ښوونځی شپږ ټولګی لری، دا معلومه ده چې په دې ښوونځیو کې د دولسم ټولګی نصاب ښځینه زده کونکو ته تدریس کیږی.

ددغه ښوونځی د بنسټګر په وینا، دامنیت نشتوالی

په خاطر نشی کولی د هغو ولایتونو نومونه واخلی چې “آنلاین ازادی” ښوونځی پکې فعالیت کوی.

هغه وویل، چې د روان کال د سپتمبر په لومړۍ نېټه، تر ۴۰ زیاتې ښځینه زده کوونکی د دولسم ټولګی په ازموینه کې له بریالیتوب وروسته د آزادۍ له لومړۍ لېسې څخه فارغ شول.

د دغه ښوونځی د مسوول په خبره، په ازادی انلاین ښوونځی کې څه باندې زر تنه زده کوونکی او ۲۸ تنه ښوونکی په تدریس او زده کړو بوخت دی.

ازادی انلاین ښوونځی کې څه باندې زر زده کوونکی او ۲۸ ښوونکی په زده کړو او تدریس بوخت دی.

د دې ښوونځی ښوونکی رضاکاران دی.

د دغه ښوونځی د مسوول په وینا، ازادی انلاین ښوونځی په افغانستان کې د نجونو لپاره له اووم تر دولسم ټولګی پورې د انلاین او وړیا زده کړو د زمینې برابرولو په موخه په لاره اچول شوی دی.

 

دافغانستان ښځو خبرې اژانس

  • نویسنده : د افغانستان د ښځو خبري اژانس
  • منبع خبر : د افغانستان د ښځو خبري اژانس