د جمهوری نظام د مشرانو جرګې رئیس فضل هادی مسلمیار د ایران په سرحدی سیمه کې د ۳۰۰ افغانانو مرګ ژوبله د ایران له لوری نه جبرانېدونکی عمل بللی دی دی.
نوموړی پر خپله اېکسپاڼه لیکلی «د یوه مسلمان ګاونډی په توګه د ایران دغه ډول نه جبرانیدونکی، غیرانسانی او غیر اسلامی عمل د ډېرې زیاتې غندنې وړ دی چې دا د دواړو هېوادونو پر خپلمنځی اړیکو، سوله او ثبات ډېر اغېز کوی.»
ښاغلی مسلمیار په طالبانو او نړیوالې ټولنې غږ کوی چې د دې پېښې په اړه دې څېړنې وکړی او جدی ګامونه دې واخلی.
د «حال وش» په نامه یو سامان د ځینو انځورونو او ویډیوګانو په خپرولو سره وایی چې د سیستان و بلوچستان په سرحدی سیمه کې ایرانی ځواکونو پر ۳۰۰ افغانانو وسله وال برید کړی چې ۲۶۰ تنه وژل شوی او ۴۰ نور ټپیان دی.
دې پېښې په ټولنیزو رسنیو کې ګڼ غبرګونونه را پارولی دی.
دافغانستان ښځو خبری اژانس
- نویسنده : د افغانستان ښځو خبري اژانس
- منبع خبر : د افغانستان ښځو خبري اژانس