د بخښنې نړيوال سازمان: طالبانو د افغان نجونو او مېرمنو هيلې وژلي شوي دي
د بخښنې نړيوال سازمان: طالبانو د افغان نجونو او مېرمنو هيلې وژلي شوي دي

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، طالبانو په افغان نجونو او ښځو لګول شویو بندیزونو سره د دوی هیلې وژلي دي. د دې سازمان د سویلي اسیا څانګې نن سهار په خپله ټویټرپاڼه یوه ویډیو خپره کړې چې، په‌کې یې د طالبانو له‌خوا د افغان نجونو او ښځو د زده‌کړو په بندیز تمرکز کړی دی. د […]

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، طالبانو په افغان نجونو او ښځو لګول شویو بندیزونو سره د دوی هیلې وژلي دي.

د دې سازمان د سویلي اسیا څانګې نن سهار په خپله ټویټرپاڼه یوه ویډیو خپره کړې چې، په‌کې یې د طالبانو له‌خوا د افغان نجونو او ښځو د زده‌کړو په بندیز تمرکز کړی دی.

د بخښنې نړیوال سازمان لیکي، د نجونو او ښځو تعلیم یو مهم فکټور دی او هغه ټولنه چې په‌کې نجونې او ښځې له زده‌کړو محرومېږي، زیانمنيږي.

د بخښنې نړیوال سازمان زیاتوي، په افغانستان کې په تېرو ۲۰ کلونو کې ۳،۵ میلیونه نجونې وتوانېدې چې ښوونځیو کې خپلې زده‌کړې بشپړې کړي او دوی هیله لرله چې یوه ورځ به ډاکټرانې، ساینس‌پوهانې، خبریالانې او نورو برخو کې ماهرانې شي؛ خو د دې سازمان له قوله، اوس د طالبانو له‌خوا په افغان نجونو او ښځو د لګېدلو بندیزونو له امله هر څه بدل شوي دي.

د بشري حقونو دا ملاتړې اداره وايي، د طالبانو له‌خوا له شپږم ټولګي پورته نجونې له تعلیم منع شوي او په داسې حال کې چې په ملي او نړیواله کچه یې دا عمل غندل شوی، خو بیا یې هم دا پرېکړه نه‌ده بدله کړې.
د بخښنې نړیوال سازمان له ټولو غواړي چې د افغان نجونو او ښځو ملاتړ او پر طالبانو غږ وکړي چې نجونو ته د زده‌کړو اجازه ورکړي.

۵۳۹ ورځې وړاندې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي او نږدې ۴ میاشتې وړاندې د هغوی پوهنتونونه وتړل، خو د بندیز په اړه یې یو روښانه او معقوله دلیل لا هم نه‌دی وړاندې کړی او یوازې دومره وايي چې تر امر ثاني او د طرحې جوړېدو پورې به بند وي.

همدا اندېښنه د ملګرو ملتونو سازمان د خوړو نړیوال پروګرام هم نن سهار په خپله ټویټرپاڼه لیکلي.

دې ادارې ویلي، په افغانستان کې ښځې او نجونې د بشري او اقتصادي بحرانونو او پر دوی د لګېدلو بندیزونو له امله سختې ځپل شوي دي.

خو طالبان په افغان نجونو او ښځو لګول شویو بندیزونو سره سره وايي، دوی ته یې ټول حقوق ورکړي، خو ښکاره طالبانو په افغان نجونو او ښځو له بندیزونو پرته د دوی د پرمختګ او هوساینې لپاره کوم کا‌ر نه‌دی کړی.

خبرگراری زنان افغان
#Recognize_Gender_Apartheid_in_Afghanistan