د بشری حقونو د څار اداره: له تعلیم یافته نجونو او ښځو پرته، افغانستان له تیاره راتلونکې سره مخ دی
د بشری حقونو د څار اداره: له تعلیم یافته نجونو او ښځو پرته، افغانستان له تیاره راتلونکې سره مخ دی

خبرگزاری زنان افغان: په افغانستان کې له شپږم ټولګی څخه پورته د نجونو لپاره د ښوونځیو د تړل کېدو په غبرګون کې د بشری حقونو د څار سازمان ویلی، چې د نجونو او ښځو له زده کړې پرته هېواد له تورې راتلونکې سره مخ دی. د یکشنبې په ورځ “حمل ۱۳مه” د بشری حقونو د […]

خبرگزاری زنان افغان: په افغانستان کې له شپږم ټولګی څخه پورته د نجونو لپاره د ښوونځیو د تړل کېدو په غبرګون کې د بشری حقونو د څار سازمان ویلی، چې د نجونو او ښځو له زده کړې پرته هېواد له تورې راتلونکې سره مخ دی.

د یکشنبې په ورځ “حمل ۱۳مه” د بشری حقونو د څار ادارې په خپله ټویټر پاڼه کې یو ویډیویی ټیپ خپور کړ او لیکلی یې دی چې افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې نجونې پکې ښوونځیو ته له تګ څخه منع شوی دی.

د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له اغېزمنېدو سره دغې ډلې له شپږم ټولګی څخه د پورته نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلې دی.

د نوی تعلیمی کال له پیل سره لا هم نجونې د زده کړو له حق څخه بې برخې دی.

خبرگزاری زنان افغان
Recognize_Gender_Apartheid_in_Afghanistan#