په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمی ماموریت مشر نصیر احمد فایق وایی، د طالبانو په واکمنۍ کې تقاعد کوونکی له خپلو حقونو بې برخې دی او د دوی د حقونو نه ورکول په حقیقت کې “غلا او جبر” دی.
ښاغلی فایق په محور کې لیکلی: «د عشر، زکات او مالیې په نوم حتی د کوڅو له پلورونکو څخه په زوره پیسې اخیستل کېږی.
خو ولې د تقاعد کوونکو معاشونه نه ورکول کیږی؟
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمی ماموریت مشر د طالبانو په واکمنۍ کې د بهرنیو چارو وزارت د سیاسی معین عباس ستانکزی د خبرو په ځواب کې وویل: کله چې ستاسو کړنې ستاسو له ادعاوو سره په ټکر کې وی، تاسو څنګه د عدالت خبرې کوئ؟
عباس ستانکزی تر دې مخکې په کابل کې په یوه غونډه کې ویلی وو چې د طالبانو د نظام دوام په ټولنه کې د عدالت په تامین پورې اړه لری.
په کومه ټولنه کې چې عدالت تامین نه وی او فساد او ګډوډی پکې وی، خلک په داسې نظام باور نه کوی او له هېواده تښتی.
دیادونی وړ دی چی د طالبانو واکمنۍ پر مهال ډېر خلک له بېکارۍ او بې وزلۍ سره مخ شوی، حتی هغه کسان چې تقاعد شوی هم دی، که څه هم کلونه کلونه یې په حکومت کې کار کړی، خو له تقاعد څخه یې ګټه نه ده پورته شوې.
دافغانستان ښځو خبری اژانس
- نویسنده : د افغانستان د ښځو خبري اژانس
- منبع خبر : د افغانستان د ښځو خبري اژانس