د تورغونډۍ د تېلو د پلورونکو په مارکېټ کې اور لګېدلی شوی دی
د تورغونډۍ د تېلو د پلورونکو په مارکېټ کې اور لګېدلی شوی دی

خبرگزاری زنان افغانستان: په هرات ولایت کې سیمه ییزې سرچینې د دغه ولایت په تورغندې سیمه کې د اور لګېدنې خبر ورکوی. سرچینې وایې چې دغه اورلګېدنه نن له غرمې وروسته شاوخوا ۲:۳۰ بجې د تلې میاشتې په ۱۸مه، د کشک رباط سنګی ولسوالۍ په تورغونډۍ سیمه کې رامنځته شوې ده. د دغې اورلګېدنې لامل […]

خبرگزاری زنان افغانستان: په هرات ولایت کې سیمه ییزې سرچینې د دغه ولایت په تورغندې سیمه کې د اور لګېدنې خبر ورکوی.

سرچینې وایې چې دغه اورلګېدنه نن له غرمې وروسته شاوخوا ۲:۳۰ بجې د تلې میاشتې په ۱۸مه، د کشک رباط سنګی ولسوالۍ په تورغونډۍ سیمه کې رامنځته شوې ده.

د دغې اورلګېدنې لامل لا هم معلوم نه دی.

دغه راز د اور لګېدنې د مرګ ژوبلې او احتمالی زیانونو په اړه هم څه نه دی ویل شوی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویلی شوی.

خبرگزاری زنان افغانستان