د خبریال د ورځی په پلمه
د خبریال د ورځی په پلمه

لکه څنګه چی تاسی پوهیږئ، د طالبانو د حکومت په راتګ سره د رسنیو فعالیت ډیر پیکه سوی دئ. د هیواد د مرکز په شمول په ډیرو ولایتونو کی هم د خبریالانو پر وړاندی ستونزی ایجاد سوی دی. په دغه لړ کی ښځینه خبریالانی تر نورو ډیری زیان منی سوی دی. ځکه د اسلامی امارت […]

لکه څنګه چی تاسی پوهیږئ، د طالبانو د حکومت په راتګ سره د رسنیو فعالیت ډیر پیکه سوی دئ. د هیواد د مرکز په شمول په ډیرو ولایتونو کی هم د خبریالانو پر وړاندی ستونزی ایجاد سوی دی. په دغه لړ کی ښځینه خبریالانی تر نورو ډیری زیان منی سوی دی. ځکه د اسلامی امارت په راتګ سره د رسنیو ټولې ښځینه کارکوونکې منع سوی او اوس ښځینه خبریالانی په کورونو کی بیکاره دی. د مارچ اتمه د ښځو نړۍ واله ورځ کی ځینو ښځینه خبریالانو په وینا چی په تیرو شپږو میاشتو کی له ۲۳۹۸ خبریالانو، ۱۹۷۰ ښځینه خبریالانې بې کاره سوی دی.
نه یوازی دا چی بلکی د اکثره رسنیو د عایدانو سرچینې چی اعلانات او پروژې وې په ټپه درېدلی او اوس د سقوط سره مخ دی. د افغانستان د خپلواکو خبریالانو ټولنی د معلوماتو له مخی اوس په هیواد کی له وروستیو پېښو سره، له ۵۳۸ فعالو رسنیو څخه ۲۲۴ یې تړل سوی دی کله چی د طالبانو حکومت حاکم سو اعلان ئې وکړ چی ټولی ښځینه دولتی کارکوونکی دی پر کورونو کښېنی. او په کل کی ئې په رسنیو کی د ښځینه کارکوونکو پر وړاندی منع اعلان کړه. او دا مهال په کندهار کی هیڅ ښځینه خبریاله فعالیت نه کوی. نتیجه دا سوه چی په دې سره د افغانستان په سلهاوو ښځینه استعدادونه چی په دغه ډګر کی ئې پخه تجربه او مسلکی زده کړی لرلې پر کور کښېنستلې. او دا فیصدی په ټول هیواد کی ورځ تر بلی کمیږی.
په کل کی د طالبانو د حکومت نوعیت داسی دئ چی هلته ښځی ته ځای نسته. خو بیا هم هغه عوامل چی له امله ئې ښځینه خبریالانی اوس مهال بیکاره دی په لاندی ډول یادوم.
ټولنه په مطلق ډول په یوه مرد سالاره بڼه اوښتل
د خبریالانو په وړاندی ګواښ او تهدید د طالبانو لخوا
د خبریالانو سانسور د حکومت لخوا
د خبری سرچینو کمښت یعنی حکومت خبریالانو ته معلومات نه ورکوی
اقتصادی ستونزی : د اسلامی امارت په راتګ اکثره رسنۍ سقوط سوی او د خبریالانو د عاید منبع درېدلې او اکثره خبریالان ښځینه او نارینه مزدوری کولو ته اړ سوی دی.
دې ته ورته کیدای سی ډیر نور عوامل هم وی خو اساسی هدف دا دئ چی دغه عوامل باید له منځه ولاړ سی. ځکه حالت همداسی دوام پیدا کړی نو په دې هیواد کی به یوازی د بیان د آزادۍ نوم پاته سی. د هیواد مطلق اکثریت په دې باور دئ چی اوسمهال په رسنیو کی ۸۰ سلنه د طالبانو د افکارو او غوښتنو مطابق موضوعات چلیږی. کوم خبریالان چی د بشری حقوقو اړوند سوژو باندی کار کوی د ډیرو ستونزو سره مخ کیږی. یوازی هغو موضوعاتو ته پوښښ ورکول کیدای سی چی په حاکم دولت پوری اړه ولری.
بله جدی ستونزه دا ده چی د طالبانو حکومت مشران پخپله د خبریالۍ دنده مخته وړی. هره نوې موضوع په یوه ټویټ سره خپره کړی او په رسنیو کی ئې خپرول اصلا مهم نه ګڼی. چی دا فکر او د رسنیو او بیان د آزادۍ لپاره یو وژونکی ګام دئ.
زه د حکومت څخه غوښتنه کوم چی د نورو برخو تر څنګ د رسنیو ملاتړ وکړی او باور په وکړی. او په دغه مدنی بنسټ کی ښځو ته خاص ځای ورکړی ځکه ښځه د ټولنی نیمایی قشر تشکیلوی. ښځه د ښځی په درد او مشکل پوهیږی. په رسنیو کی د ښځو فعالیت موږ د یوه روشنفکره او متمدن نسل پر لور وړلای سی.
تر ټولو مهم کار چی حکومت ئې باید وکړی د ښځو لپاره دی د دولت په کچه دی د ښځینه خبریالانو لپاره جلا رسنیز بنسټ تاسیس کړی او د هغه د لاری دی د ښځینه خبریالانو چاری بررسی کړی. د دې کار ګټه دا چی یو به افغان ټولنه له نړۍ والۍ ټولنی سره وصل سوې وی او بل به د زرګونو ښځینه ژورنالیستانو استعداد نه وی خاوری سوی. ښځینه خبریالانی کولای سی چی خپل فعالیت د انټرنیټ پر لیکه په انلاین بڼه وکړی. تر هغه وخته چی په رسنیو کی د دوی لپاره د کار شرایط مساعدیږی، که و کولای سی چی په انلاین توګه له یوې رسنۍ یا شخصی ویبلاګ له لاری رسنیز فعالیت وکړی. زما په نظر ډیر به ښه وی.
بیا هم ټولو خبریالانو او په خاصه ښځینه خبریالانو ته د دغی ورځی د مبارکۍ تر څنګ دا پیغام لرم چی پر خپل باور، فکر او مبارزه مطمین اوسئ. مبارزې ته باید دوام ورکړی. حالات تغیریدونکی دی، افرادو تلونکی او راتلونکی دی خو دا وطن او ټولنه همیشه ثابته او زموږ ده. زموږ مکلفیت دئ چی د خپل استعداد او وړتیا څخه د وطن په ګټه کار وکړو. دا باور باید وساتو چی نننی حالت تغیریدونکی او سمیدونکی دئ. موږ ته پکار ده چی نور هم پخپل مسلک او دې سپیڅلی ډګر کی د کار کولو هوډ قوی کړو.

خبرگزاری زنان افغانستان