خبرگزاری زنان افغانستان: د نومبر دوهمه د خبریالانو په وړاندې د جرمونو د معافیت د ختمولو نړیواله ورځ ده چې د افغان خبریالانو څخه د ملاتړ سازمان په یوې اعلامیه کې چې پرون یې خپره کړې ویلی د خبریالانو په وړاندې لاهم تاوتریخوالى دوام لری او ددوى په وړاندې د جرمونو د معافیت د فرهنګ […]
خبرگزاری زنان افغانستان: د نومبر دوهمه د خبریالانو په وړاندې د جرمونو د معافیت د ختمولو نړیواله ورځ ده چې د افغان خبریالانو څخه د ملاتړ سازمان په یوې اعلامیه کې چې پرون یې خپره کړې ویلی د خبریالانو په وړاندې لاهم تاوتریخوالى دوام لری او ددوى په وړاندې د جرمونو د معافیت د فرهنګ د حاکمیت له امله ۹۰سلنه عدالت نه دى تأمین شوى.
په یادې اعلامیې کې راغلې چې د تېرو دوو لسېزو راهیسې ۲۰تنو ښځینه و په ګډون ۱۲۸تنه خبریالان او رسنیز کارکوونکی خپل ژوند بایللى دى چې لدې جملې ۳تنه په اوسنی حکومت کې وژل شوی دی،چې ددې پېښو ډېری عاملین بې سزا پاتې شوی دی.
د خبریالانو مرکز ویلی چې ددوى د معلوماتو له مخې د ٶژل شویو خبریالانو او رسنیو کارکوونکو د وژل کېدو په پېښو کې ۶۰سلنه طالبان او ۳۹سلنه داعش تورن شوی دی.
د یاد مرکز په وینا په دې پېښو کې ۲۱قضیې د نامعلومو کسانو،۴پیښې د شخصی دښمنیو،۳پېښې د ناټو ځواکونو او یوه قضیه پولیسو ته منسوبه شوې.
په دې اعلامیه کې یاد مرکز د خبریالانو په وړاندې د جرمونو د معافیت د ختمولو،قانون تطبیق او د عدالت د تامین غوښتنه کړې او له طالبانو یې غوښتی چې هغه بندیزونه لغوه کړی چې د خبریالانو په وړاندې یې د تاوتریخوالی زمینه برابره کړې.
د افغانستان دخبریالانو مرکز خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالی د ۲۱۳پېښې ثبت کړې وې او ویلی وو چې د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالى کې ۶۴سلنه زیاتولى راغلى دى.
د خبریالانو وړاندې د جرمونو د معافیت د ختمولو نړیواله ورځ په ۲۰۱۳م کال د ملګرو ملتونو عمومی اسامبلۍ لخوا د خبریالانو،رسنیو کارکوونکو او د بیان آزادۍ د خوندیتوب په موخه په رسمیت وپېژندل شوه چې هر کال په نړۍ کې نمانځل کېږی.