د یک شنبې په ورځ د خوست د اطلاعات او فرهنګ رئیس حاجی شبیر احمد عثمانی د کندهار اطلاعات او فرهنګ ریاست ته راغلی وو، نوموړی لومړی د کندهار د اطلاعات او فرهنګ له رئیس مولوی نور احمد سعید سره ولیدل، په لیدنه کی د کندهار او خوست پر فرهنګی، هنری او ادبی موضوعاتو باندی […]
د یک شنبې په ورځ د خوست د اطلاعات او فرهنګ رئیس حاجی شبیر احمد عثمانی د کندهار اطلاعات او فرهنګ ریاست ته راغلی وو، نوموړی لومړی د کندهار د اطلاعات او فرهنګ له رئیس مولوی نور احمد سعید سره ولیدل، په لیدنه کی د کندهار او خوست پر فرهنګی، هنری او ادبی موضوعاتو باندی بحث وسو.
د کندهار د اطلاعات او فرهنګ رئیس د خوست د اطلاعات او فرهنګ رئیس ته د کندهار د فرهنګی او ادبی فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل، په کندهار کی د موجوده تاریخی ځایونو، تاریخی زیارتونو او تاریخی ابدو په اړه هم ورسره وږغېد او هم ئې دلته د علمی او ادبی پروګرامونو او ناستو په اړه هر اخیز معلومات ورسره شریک کړل.
د خوست د اطلاعات او فرهنګ رئیس حاجی شبیر احمد عثمانی کندهار ته په راتګ خوښی څرګنده کړه او زیاته ئې کړه، چی دلته د روانو فرهنګی او ادبی فعالیتونو په ترسره کېدو ډېر خوشاله سو.
ښاغلی عثمانی په خوست کی د روانو ادبی او فرهنګی فعالیتونو په اړه وږغېد، هلته د مشاعرو، ادبی غونډو، تاریخی ځایونو او تاریخی ابدو په اړه ئې هر اړخیز معلومات شریک کړل.
نوموړی زیاته کړه، کندهار ته ئې د راتګ موخه دلته د بېلا بېلو تاریخی ځایونو، زیارتونو او تاریخی ابدو څخه لیدنه ترسره کول دی، ځګه کندهار د افغانستان په کچه هغه ولایت دئ، چی لسګونه لرغونی ابدې لری او تر څنګ ئې دلته د لوی احمدشاه بابا، حاجی میرویس خان نیکه او نورو نوموتو کسانو زیارتونه هم موجود دی.
تر لیدنی وروسته د کندهار د اطلاعات او فرهنګ رئیس مولوی نور احمد سعید د خوست د اطلاعات او فرهنګ رئیس کندهار موزیم او کتابتون ته بوتلئ، هغه زرګونه تاریخی او لرغونی اثار ئې ورته وښودل، چی په کندهار موزیم کی پراته دی.
د خوست د اطلاعات او فرهنګ رئیس د موزیم او کتابتون تر لیدنی وروسته وویل، چی په کندهار کی د دومره لوی موزیم او غنی کتابتون موجودیت د ډېر ویاړ ځای دئ او دلته موجود لرغونی اثار ئې د ټول افغانستان د وګړو له پاره ملی شتمنی وبلل.