خبرگزاری زنان افغان: د خوړو نړیوال سازمان د افغانستان پر روان وضعیت اندېښنه ښودلې او ویلی یې دی، چې لا هم په دغه هېواد کې تر ۱۵ میلیونو ډېر وګړی په بحرانی او یا بېړنۍ کچه د خوراکی توکو له نه خوندیتوب سره مخ دی. دغه سازمان تېره شپه “سه شنبه د جوزا ۹مه” یوه […]
خبرگزاری زنان افغان: د خوړو نړیوال سازمان د افغانستان پر روان وضعیت اندېښنه ښودلې او ویلی یې دی، چې لا هم په دغه هېواد کې تر ۱۵ میلیونو ډېر وګړی په بحرانی او یا بېړنۍ کچه د خوراکی توکو له نه خوندیتوب سره مخ دی.
دغه سازمان تېره شپه “سه شنبه د جوزا ۹مه” یوه اعلامیه خپره کړه او ویې ویل چې په ۲۰۲۳ کال کې له دغه سازمان سره د چین د مرستو هرکلی کوی.
د خوړو نړیوال سازمان په افغانستان کې د چین د سفیر وانګ یو له قوله ویلی، چین او افغانستان ښه ګاونډیان او دوستان دی، له ۲۰۲۲ کال راهیسې د چین حکومت او خلکو له افغانستان سره په لوړه کچه بشری مرستې کړې چې له ستونزو څخه د خلکو د خلاصون په برخه کې مرسته وکړی.
په اعلامیه کې راغلی چې چین د افغانستان خلکو ته د خوراکی توکو مرستو ته دوام ورکوی.
له بلې خوا په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام مشر او استازې شااو لی وایی چې سږ کال دغه سازمان په افغانستان کې د بودیجې له جدی کمښت سره مخ دی او دا مرستې په وخت د چین له حکومت څخه ترلاسه کېږی. کله چې دا خورا دوامداره ملاتړ ته اړتیا لری.
هغه ټینګار وکړ: “د اټکل له مخې په ټول افغانستان کې له ۱۵ میلیونو څخه زیات خلک د خوراکی توکو له سخت خوندیتوب سره مخ دی او د لوږې او خوارځواکۍ د پرله پسې زیاتوالی د مخنیوی لپاره دوامداره بشری مرستو ته اړتیا ده.”
د خوړو نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې د بودیجې د کمښت له امله اړ شوی چې ټولو کورنیو ته د خوراکی توکو د مرستو بسته بندی او د ګټه اخیستونکو په ګډون اته میلیونه ټنه کم کړی.
په اعلامیه کې راغلی چې دغه سازمان غواړی تر دوو میاشتو پورې د چین په مرسته شاوخوا ۷۰ زره ټنه خوراکی توکی برابر کړی.
د یادونې وړ ده، چې پر افغانستان د اوسنی حکومت له واکمنۍ سره دغه هېواد له ژور بشری ناورین سره مخ شوى دى. فقر او لوږه نوره هم پراخه شوې او ډېری کورنی او بهرنی پانګوال له هېواده وتلی دی.
اوچا یا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د همغږۍ دفتر مخکې ویلی وو چې سږ کال ۲۸.۳ میلیونه افغانان بشری مرستو ته اړتیا لری.
د اوچا په وینا، تر ۲۰۲۳ پورې په افغانستان کې د بشری اړتیاوو د پوره کولو لپاره د ۴.۶ ملیارد ډالرو اړتیا ده، تر اوسه یې له ۱۰ سلنې څخه کم چمتو کړی دی.
خبرگزاری زنان افغان